د الحاج مولوي عبدالحکیم منیب د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مختصر ژوند لیک

عکس

حافظ القرآن الحاج مولوی عبدالحکیم«منیب» د الحاج محمد نظر زوی چې د سه سنبې په ورځ 2/6/1350 لمریز کال د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې سترګې دنیا ته پرانیستلې.

ښاغلي«منیب» خپلې ابتدایئ او لوړې زده کړې د لیسانس ترکچې په کوثر، انوارالقرآن، جامعه رحمانیه، د نوی ټاون اوهمدا راز د پیښور په نورالمدارس، هاشيمیه، زړه باړه، دارالعلوم عربیه ګجرات، خیرآباد مردان، درارالعلوم رستم، ضیاءالمدارس او پيښوربورډ په دینی مدارسوکې ترسره کړي.

منیب د څوارلس کلنۍ په عمرکې د قرآن عظیم الشان دیرش سپارې جامعة انوارالقرآن په مدرسه کې حفظ کړي.

ښاغلي«منیب» چې د سیاست سره د شوق اوعلاقې په درلودلو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ څانګې ته شامل او د نوموړې څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شو.

نوموړی د ماسترۍ د دورې په درسونو بوخت دی او همدارنګه په پښتو، دری، اردو، انګلیسی اوعربی ژبو روانې خبرې او لیکنې کولای شی.

دا چې ښاغلی«منیب» همیشه یې د اسلام د مبین دین په اطاعت، دغیور اومجاهد پروره ملت په یوالیتوب کې رغنده رول لوبولی، او د مقدس جهاد په لیکوکې د الله تعالی د رضا او د اعلاء کلمةالله لپاره نه ستړې کیدونکې مبارزې ترسره کړي دی، چې بیلګه یې په خوست او پکتیا ولایتونوکې د جهاد په ګرمو سنګرونوکې د هیواد د استقلال په خاطر د پخوانی شوروی اتحاد  دتجاوز په وخت کې دده د قوی مبارزو او کارنامو یادونه کولای شو.

ددې ترڅنګ نوموړي په 1371هـ ش کال کې د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند د ځوانانو د جمیعت طلبه حرکت د اجرائیه شورا غړی پاتې شوی دی. په حرکت کې د ډیر محبوبیت او قوي مدیریت په درلودلو سره همیشه د حرکت د علماؤ د اعتماد څخه برخمن وه، او د همیش لپاره به یې د حرکت ځوانانو سره د ناستې پرمهال ښې اونیکې مشورې ورکولې چې بالآخره په کال 1394 هـ ش کې د حرکت پخوانیو او اوسنیو برجسته علماؤ له لوری د آزادو ټاکنو په ترڅ کې د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند د مشر او رهبر په توګه وټاکل شو.

له هیواد سره د مینې او خلوص له امله د کندهار ولایت د مستوفیت په ریاست کې د محاسبې د آمر او د نوموړي ریاست معاون په توګه تقررحاصل کړ، د نوموړي ریاست لږموده نه وه پوره شوې چې د یاد ولایت د مستوفیت د رئیس په توګه وټاکل شو. نوموړي د ښه تفکر له کبله په ډیرکم وخت کې وکولای شول چې د مخابراتو او ټکنالوجی وزارت د ادارای معین په توګه تقرر حاصل کړ.

ښاغلی«منیب» د ولس په یوالېتوب کې د تجربې اولیاقت په درلودلو سره د سرحدونو چارو وزارت د قومونو اوقبایلو معین په توګه وټاکل شو، نوموړي د یاد وزارت معینیت د زیاتې مودې لپاره په ډیره بریالۍ توګه پرمخ یووړ، چې وروسته د ترانسپورت وزارت د معین په توګه وټاکل شو، دا چې نوموړی همیشه له ولس سره پاتې شوي د پکتیا ولایت د ولسونو د استازی په توګه په اضطراری او د اساسی قانون په لویو جرګو کې ګډون کړی.

همدارنګه مولوی عبدالحکیم منیب د دولت په لویو پوستونو باندې د ښو برنامو په درلودلو سره په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د ارزګان د والی په توګه مقرر شو. وروسته د افغانستان او پاکستان ترمینځ د امن په جرګه ګې د جمهور رئيس له لوری د غړي په صفت وګمارل شو. 

ښاغلی«منیب» په کال ۱۳۸۹ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکی معین په توګه وټاکل شو، چې په دې برخه کې يې زیات شمیر لاسته راوړنې درلودی د هغو له جملې څخه: د تدریب ائمه انستیتوت، د قراء عالی معهد جوړول، د ائمه مساجد رسمی کول، د حاجیانو د چارو ترتیب او قانونیت، د اوقافو د چارو تنظیم اوقانونی کیدل، د نوموړی له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

ښاغلی«منیب» د کار توانمندی، د وزارت په چاروکې د زیاتې تجروبو درلودل او ولس ته خدمت کول ددې سبب شو چې په کال 1397 د دلو په میاشت کې د جمهور رئيس د فرمان په اساس د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.

ښاغلي«منیب» د هیواد څخه بهر د خپل ولس په استازیتوب زیات بهرنی سفرونه ترسره کړي چې د کوچنې بيلګې په توګه يې نومونه په لاندې ډول ذکرکیږي.

سعودی عربستان، متحده عربی امارات، د کویت شاهی دولت، عمان، د ترکیه جمهوریت، د هند دولت، اندونیزیا، جرمنی، تایلند، جنوبی کوریا، انګلستان، روسیه، د پاکستان اسلامی جمهوریت او جمهوری اسلامی ایران.