د سږني کال د (۶۵۲) تنو حجاج کرامو د معلمینو روزنیز سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۲/۲۲ - ۹:۲۲
پایان سمینار

۲۱ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۲۱ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

د روان هجري قمري کال د (۶۵۲) تنو حجاج کرامو د معلمینو روزنیز سیمینار، چې په دریوو پړاونو کې ددې وزارت له لوري په مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې پیل شوې وه، نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب په ګډون پای ته ورسېده.

په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې د یاد وزارت محترم وزیر او ددې وزارت مرکزي ریاستونو یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب په خپله قېمتي وینا کې د علم او علماوو پر فضیلت، د حجاجو پر خدمت او د صبر او خاکساري پر اهميت هر اړخیزه رڼا واچوله.

ښاعلي ثاقب زیاته کړه، چې هر معلم سره به (۴۵) تنه حاجیان وي نو تاسو باید له دوی سره معرفت حاصل کړئاو دوی ته د حج مناسک او لارښوونې ور زده کړئ او تاسو باید له دوی سره ډیر زیار او کوښښ اوباسۍ.

په همدې تړاو ښاغلي ثاقب وويل: موږ او تاسو باید په ګډه همکارۍ سره د حاجیانو خدمت وکړو او په ښه ډول سره د حج پروسه مدیریت کړو او په ښه نظم سره افغان حاجیان له هېواد څخه سعودي عربستان ته انتقال او بیرته په ښه ډول راستانه کړو او د یادو حجاج کرامو د تغذیي، ترانسپورټ او روغتیا په برخه کې جدي پاملرنه وکړو، چې ترڅو افغان حاجیان د حج فریضه او دیني مناسک په یو ارامه او ښه فضاء کې اداء کړي.

د غونډې په پای کې محترم ثاقب ټولو معلمینو ته په خپلو ور سپارل شویو دندو او چارو کې د سر لوړي او بریالیتوب دعاء ترڅنګ ددې وزارت له لوري (د حج او عمرې د مناسکو لارښود) کتاب چاپ په محترمو معلمینو ووېشل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS