د کتاب لوستلو سیالۍ ته بلنه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هیواد کې د دیني چارو د پراختیا، تنظیم او د اسلامي تعلیماتو د ودې او پرمختګ مسؤلیت په غاړه لري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري په توافق پدې وروستیوکې د ښځو په برخه کې د ټولنې له اړتیا سره سم د ښځو د ارشادي چارو ریاست په نوم نوی ریاست د وزارت په تشکیل کې رامنځته شو، تر څو هغه مېرمنې چې د دیني علومو په برخه کې یې زده کړې کړي د یاد ریاست له لارې په ارشادي برخه کې فعالیت وکړي.

د ښځو ارشادي ریاست د مطالعې او کتاب لوستلو د ارزښتناک مهم رول او اهمیت په نظر کې نیولو سره، د کتاب لوستلو او د مطالعې دود د عامولو په موخه په هیواد کې د ښځینه طبقې تر منځ د کتاب لوستلو سیالۍ د ترسره کېدو پرېکړه وکړه.

د کتاب لوستلو سیالۍ موخه:

1.   د بېلابېلو وګړو تر منځ کې د کتاب لوستلو او مطالعې کلتور دودول او وده ورکول.

2.   د مطالعې او لوستلو له لارې د تفاهم، نږدې والي ، پر نفس اعتماد، سولې، پخلاینې، یو بل منلو او یو ځای اوسېدو لپاره د ټولنې بېلابېلو عناصرو ته دعوت ورکول.

3.  د کتاب د لوستلو په واسطه د ایمان، علم او پوهی ژور ارزښتونه او د انسانانو په زړه او ضمیر کی د ځان، ټولنې او نړۍ ارزښت پېژندل.

4.د پوهانو له تجربو او د کتابونو له متونو څخه په ګټه اخیستلو سره د ټولنیز ژوند مهارتونه پیاوړي کول .

5. د مثبت ژوند له پاره د هغو کلتورونو، دودونو، تمدنونو او انساني پوهې څخه استفاده کول، چې په کتابونو کې راغلي دي.

د نوملیکنې شرایط

په شرایطو برابرې خويندې کولی شي، چې په مرکز او ولایتونو کې په حضوري او آنلاین ډول د دې سیالیو لپاره نوملیکنه وکړي.

1ـ فورم له لاندې لینکونو څخه ډانلوډ کړئ.

2ـ د ګډونکوونکي عمر باید له 15 څخه تر 40 کاله پورې وي.

3. د نوم لیکنې موده د اعلان له نشر څخه د روان کال د چنګاښ میاشتې تر (10)مې نېټې پورې ده.

  4- فورم له ډکولو وروسته لاندې ایمیل ادرس ته واستوئ.

(Ershadi@mohia.gov.af/ publication@mohia.gov.af)

5ـ ګډوال د روان کال د چنګاښ میاشتې له (10)مې نېټې څخه د زمري میاشتې تر (20) مې نېټې پورې (یوه میاشت)وخت لري، چې کتاب ولولي او د آزموینې لپاره ځانونه چمتو کړي.

6ـ لاندې دوه کتابونه د "کتاب لوستلو" سیالۍ کې د ګډونوالو لپاره غوره شوي.

الف:د کتاب نوم: حقوق و مزایای زن مسلمان در عصر حاضر، مؤلف: دوکتور محمد هیثم خیاط، ژباړونکی: علی آقا صالحی، ناشر: احسان، د چاپ کال: ۱۳۹۸ لمریز.

ب: د کتاب نوم: اسوه های راستین برای زن مسلمان، مؤلف: احمد الجدع، ژباړونکی: عبدالصمد مرتضوی، ناشر: نشر احسان، د چاپ کال: ۱۳۸۳

که چېرې مو ذکر شوي کتابونه پیدا نشو کړای، کولای شئ، چې له لاندې لینک ةخه یې PDF بڼه ترلاسه کړئ.

7ـ د چمتووالي دورې په جریان کې د سیالۍ د آزموینې نېټه او ځای اعلانېږي.

8ـ ګډونوال په خپل شخصي لګښت له مرکز او ولایتونو څخه ګډون کولای شي.

9ـ هغه ګډونوال چې لوړې نمرې ترلاسه کوي په معنوي، نغدي او جنسي ډالیو نازول کیږي.

د اړتیا پر مهال له لاندې شمېرو سره اړیکه ټینګه کړئ.

0202202641- 0730035193

بریالي اوسئ

د ثبت نام فورم

 حقوق و مزایای زن مسلمان 

 اسوه راستین