مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
ویناوال: د وزارت رهبري
موضوع: حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د پاتې پیسو بېرته ورکول
وخت: سه شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۴، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې، هیله ده په ۹:۳۰ بجو تشریف راوړئ.
ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز.