د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پیغام

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۷ - ۱۹:۳۲
ميلاد

د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد د ورځې په مناسبت

( سه شنبه،۱۲ ربیع الأول، ۱۴۴۳هـ ق، مطابق ۲۷ میزان، ۱۴۰۰هـ ش )

وَمَآ أَرْسَلْنٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِينَ  [ الأنبیاء: ۱۰۷ ]

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د وزارت د منسوبینو، د هېواد د علماوو، مشایخو، خطیبانو او امامانو په استازیتوب د بشریت د ستر ناجي او لارښود حضرت محمد مجتبیٰ ﷺ د نېکمرغه میلاد په مناسبت ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي توګه د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه، مسئولینو، مجاهدینو او ټول مسلمان ولس ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.

خوښ یم چې داځل د میلاد مبارکه ورځ په داسې حال کې نمانځو چې ګران هېواد مو د اشغال او فتنې له تورتم څخه آزاد دی، نو ددې عظیم نعمت د شکرانې او د میلاد النّبي صلی الله علیه وسلم د صحیح حق اداء کولو په خاطر باید لاندې لارښوونې په پام کې ونیسو:

۱ــ الله تعالی جلّ جلاله ته رجوع او د ټولو ظاهري او باطني ګناهونو څخه توبه، د الله تعالی ددې قول مطابق: [ وتوبوا إلى الله جميعاً أيّها المؤمنون ]

۲ــ په ټولو جوانبو او ابعادو کې د سرور کائنات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اخلاقو پیروي او پابندي، الله تعالی جلّ جلاله فرمایي: [ وإنّك لعلى خُلُقٍ عظيم ] او حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: [ إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق ]

3_ د نبوي سیرت او سنتو د درس او مطالعې له لارې د زړه له تله د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره محبت کول او هم خپلو اولادونو او کورنۍ ته د دغه محبت تعلیم ورکول، د رسول الله صلی علیه وسلم د دې ارشاد مطابق: [ لا یؤمن أحدکم حتی أکون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين. 

له دغې موقع څخه په استفادې له اهل خیر او شتمنو مسلمانانو څخه هیله کوو چې د خپل ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د متابعت له مخې په دغو مشکلو اقتصادي حالاتو کې په بې وزلو، کونډو او یتیمانو شفقت او مهرباني وکړي.

په پای کې د الله تعالی جلّ جلاله په دربار کې دا دعاء کوو چې مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیني مُحبّین  او عاشقان وګرځوي او په ګران هېواد کې مو اسلامي نظام او سوکالي ټینګښت او دوام ومومي. آمین         والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS