د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حج معلمینو د روزنیز سیمینار لومړی پړاو په بریالتوب سره پای ته ورسیده

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۲/۱۸ - ۱۱:۹
سمینار امامان

۲۵ شعبان المعظم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۷ حوت ۱۴۰۲ هـ ) نن پنچشنبه:  د حاجیانو دمعلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری د مرکزي زون دحاجیانو په مجتمع کې پیل شوې وو نن د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب په حضور کې پای ته ورسېده. د سیمینار د پای په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر، د وزارت د عرفان او دیني چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور، د معلمینو استاذانو او ددې وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو  او د حاجیانو معلمینو گډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سر محقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حج د مناسکو په تړاو عالمانه، ارزښت ناکه او تفصیلې وینا دغونډې کډونوالو ته واوره وله، په پیل کې ټولو هغو معلمینو ته چې په آزموینه کې په لوړو نمرو بریالي شوي دي مبارکي وویله، نوموړي د روزنیز سیمینار په لومړي پړاو کې د شیوخ عظامو، علماء کرامو او د حاجیانو د معلمینو له زغم او حوصله مندۍ څخه مننه وکړه او په دغه سیمینار کې یې د حج د مناسکو او نورو مهمو او اړینو موضوعاتو  په اړه درسونه او توضحیات ډېر ارزښتناک او اړین وبلل. ښاغلي ثاقب وویل: پر تاسو د الله جل جلاله له لوري ډېر لوی انعام شوي دي هغه دا چې د حاجیانو خدمت یې در په برخه کړی دی، حاجیان ضیوف الرحمن دي او د دوی خدمت په مونږ او تاسو لازم او ضروري دی. محترم وزیر صاحب زیاته کړه: معلم یوه ډېره لویه او مقدسه کلمه ده، د معلم کلمه یوازې د مکتب د معلم لپاره نه کارول کېږي بلکې هر عالم د قرآن او احادیثو په رڼا کې معلم بلل شوی دی. د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر وویل: د حاجیانو معلمي یو ستر او دروند مسؤلیت دی، تاسو باید پوه شئ چې په دې مسؤلیت کې ( خدای مکړه) که لیږ غفلت درڅخه وشي نو تاسو به هم عند الله او هم دامارت، وزارت او حاجیانو په وړاندی ملامت وگڼل شی. همدا راز دغونډې په لړ کې د وزارت د عرفان او دیني چارو دتنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور د خپلو خبرو په ترڅ کې په حرمینو شریفینو کې د نیکو اخلاقو توصیې او د  سختې رویي څخه د ځان ساتنې په تړاو معلمینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدا رنگه د معلمینو په استازيتوب شیخ الحدیث مولوی امیر الرحمن نعماني خبرې وکړې نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري جوړ شوی نصاب، د دندو لایحې او نور مهم موضوعات گټور وبلل او د خپلو مسؤلیتونو د ښه تر سره کولو په تړاو یې ډاډ څرگند کړل. ‏د یادونې وړ ده چې د مرکزي زون (کابل ، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، میدان وردگ، ننگرهار، غزني، خوست او پکتیکا) ولایتونو د حجاج کرامو معلمینو ته د هېواد په کچه د لویو شیوخو، جیدو علماء کرامو او مسلکي استاذانو لخوا د یوې اونۍ په ترڅ کې دغه روزنیز سیمینار ترسره شو، چې د نورو ولایتونو معلمینو ته به په دویم او دریم پړاو کې دغه روزنیز سیمینار ترسره شي. غونډه د اختتامیه دعائیه په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

BACK TO NEWS