د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو
قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ[ [التوبة: 18].
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني شعائرو او ارزښتونو د احیاء او د ټولنې په اصلاح کې د مساجدو د رسالت د اداء کولو، د هغو د فعال او مؤثر نقش د تَحَقُّقْ او په مادي او معنوي توګه یې د آبادلو په موخه یو لړ اقدامات پیل کړي دي، چې یو له دغو مهمو اقداماتو څخه په دوامداره توګه په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو په موخه، د پلازمېنې د لوی او تاریخي مسجد (کابل عیدګاه) فعاله ساتل دي.
داچې تر دې مخکې په یاد مسجد کې یوازې د اخترونو لمونځونه اداء کېدل، پر همدې اساس وزارت پریکړه وکړه، څو یاد مسجد نن پنجشنبه، ۱۵/جمادی الأولی/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۵/ عقرب/ ۱۴۰۴هـ ش نېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو په موخه، د کابل محترمو ښاریانو پر مخ پرانیستل شي.
بناءً، د کابل ښار له محترمو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه له هغو ښاریانو څخه، چې له عیدګاه سره نږدې اوسیږي، هیله کیږي چې د یاد مسجد د معنوي آبادۍ په غښتلي کولو کې په پوره اخلاص او لیوالتیا سره برخه واخلي او د اخترونو او جُمعې د لمونځونه ترڅنګ، پنځه وخته لمونځونه هم په جماعت سره پکې اداء کړي.
