په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
قرار داد های حج

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو مشاعرو (منی، مزدلفه او عرفات) کې د غوره، منظمو او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه، د سعودي عربستان له مشهورو خدماتي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل.

یاد تړونونه، د سعودي عربستان په جده ښار کې، د حج او عمرې د خدماتو په تړاو د دایر شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په ترڅ کې، چې د افغانستان په استازولۍ په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حج دواړو قونسلانو او یو شمېر نورو اداري مسؤولینو پکې ګډون کړی ؤ، د مکې مکرمې د حج قونسل الحاج مولوي عبدالباقي سجاد له لوري، د «ضیوف البیت» شرکت له اجرائیوي رئيس، ښاغلي دکتور أسامه أبو العلا او د «رواف منی» شرکت له رئيس ښاغلي دکتور زهیر عبدالحمید سره لاسلیک شول.

د دغو تړونونو له مخې، قراردادي شرکتونه، چې د حج خدماتو په وړاندې کولو کې د څو لسیزو تجربې لري او فعالیتونه یې د سعودي عربستان د اړوندو مراجعو لخوا مثبت ارزول شوي، مکلف دي، چې د حج موسم پر مهال په مقّدسو مشاعرو کې افغان حاجیانو د ترانسپورت، خیمو، هلته یې د هستوګنې او اعاشې خدمات وړاندې کړي او نورې اړینې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.

همدارنګه، د حاجیانو د روغتیايي وضعیت د لاښې څارنې او ورته د لوړ کیفیت او مسلکي معیارونو پر بنسټ د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، د مکې مکرّمې له مشهور روغتون (مستشفی مرکز مکة الطبي) له مسؤول، ښاغلي دکتور جسار السبیعي سره هم یو ځانګړی تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې یاد روغتون د وزارت د طبي بعثې او روغتیايي ټیمونو د خدماتو د اشراف مسؤولیت پر غاړه لري او د اړتیا پر مهال به یې متخصص ډاکتران او تخنیکي کارکوونکي د وزارت لخوا له استول شوو ډاکترانو سره د افغان حاجیانو په علاج کې لازمه همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه

سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر. . .

BACK TO NEWS