د۱۳۹۹ کال حاجیانو لپاره د اساسی خدماتو د قرارداد هوکره په مکه مکرمه لاسلیک شوه.

bakhshi_admin
جمعه ۱۳۹۸/۹/۲۹ - ۲۱:۴۵
قرار داد حج

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عربستان سعودی هیواد د جنوب اسیا مؤسسې ترمنځ د ١٣٩٩ کال حاجیانو له پاره د اساسي خدماتو د قرارداد هوکړه په مکه مکرمه لاسلیک شوه. د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د حج د مقدماتي چارو د پرمخ وړلو له پاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ په مشرۍ یو هیأت سعودي عربستان هېواد ته لاړ. یاد هیأت د عمرې له ادأ کولو وروسته په لومړي سر کې د جنوب اسیا مؤسسې سره د ١٣٩٩ کال دحاجیانو چارو د تنظیم او د مکتبونو د خدماتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې. لومړی مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د حج د تېر کال پروسه د جنوب اسیا مؤسسې سره په همغږۍ بریالۍ وبلله او ددې بنسټ د مکتبونو له خدماتو یې مننه وکړه. همدارنګه د ځینو هغو نیمګړتیاؤ او نواقصو یادونه یې هم وکړه چې تېر کال د حج په پروسه کې ورسره مخ شوي و. ښاغلي ”منیب“ له یادې مؤسسې و غوښتل چې په مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د نورو سهولتونو ترڅنګ د رېل تمځای ته نږدې خېمې په نظر کې ونیسي. ښاغلي ”منیب“ زیاته کړه، د تېرو کلونو تجربو ته په کتو چې د مکتبونو ډېروالی و، د حاجیانو د ښه تنظیم لپاره راتلونکی کال له محدودو مکتبونو څخه استفاده وشي. ورپسې د جنوب اسیا مؤسسې ریس د افغاني هیأت د نظرونو وړاندیزونه له اورېدلو وروسته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. په پای کې د ١٣٩٩ کال حاجیانو ته د اساسي خدماتو له پاره د (العقد الموحد لتقدیم الخدمات الأساسية للحجاج) تر نامه لاندې د قرارداد هوکړه لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت او عزیزِ بانک تر منځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو!

يکشنبې، د ۱۳۹۹ ل.ل کال د وږي ۳۰نيټه

په دغه مناسبت جوړې شوې غونډې کې د دواړو خواوو رهبرۍ ګډون کړي ؤ، ډاکتر امين الدين مظفري د ارشاد حج او اوقافو وزرات مسلکي معين او عزيزي بانک عامل هيئت. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د فرانسوي طنزيه مجلې (شارلي ابدو) له لوري د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته د سپکاوي په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ډېرې خواشینۍ سره د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکاتور د فرانسوي شارلي ابدو طنزيه مجلې له لوري. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت له عقیدتي او فرهنګي رییس سره وکتل. شنبه ٢٢ د وږي ١٣٩٩

د کورنیو چارو وزارت عقیدتي او فرهنګي رییس سمونوال قاري ذبیح الله ابدالي او ورسره مل پلاوي یې نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست محمد قاسم حلیمي سره د وزارت په انګړ کې وکتل.

په. . .

BACK TO NEWS