د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت له عقیدتي او فرهنګي رییس سره وکتل. شنبه ٢٢ د وږي ١٣٩٩

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۰:۴۴
رئیس عقیدتی وزارت داخله

د کورنیو چارو وزارت عقیدتي او فرهنګي رییس سمونوال قاري ذبیح الله ابدالي او ورسره مل پلاوي یې نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست محمد قاسم حلیمي سره د وزارت په انګړ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري، د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمد عثمان طارق، د دفتر رییس محمد اسحق حیدري عرب او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس فضل محمد حسیني حضور درلود، د کورنیو چارو زارت عقدتي او فرهنګي رییس د علماء کرامو له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه.
نوموړي د ارشاد، تدرسي نصاب او د قطعاتو لپاره د ښوونیزو برنامو د تدوین غوښتنه وکړه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د ملي پولیسو او امنیتي ځواکونو د کارنامو او سرښندنې قدرداني وکړه او په یادو برخو کې یې د دې وزارت له اړخه د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۲:۱۹
Background image

د ارشاد حج او اوقافو په وزارت کې د دولتي ادارو د جنډر مسوولینو د تجربو او فعالیتونو د شریکولو غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ډاکټر امین الدین مظفري، د ښځو چارو وزرات د پالیسۍ معینې سپوږمۍ وردګ، د وزارت د جنډر امرې شکریه سلمانخیل او د نور وزارتونو  او. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۲:۹
Background image

د رسنیو له مدیرانو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د همغږۍ ناسته جوړه شوه

سه‌شنبه، ۲۹ تله ۱۳۹۹      
کابل، افغانستان: د رسنیو له مدیرانو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د همغږۍ ناسته، د سه‌شنبې په ماسپښین د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۳:۴۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

یکشنبه د تلې ٢٧    
نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر ښاعلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې. . .

BACK TO NEWS