د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې نن د بغلان ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له کارمندانو سره ناسته ترسره کړه.
۱۱ جمادی الأول ۱۴۴۴ هـ ق (۱۴، قوس ۱۴۰۱ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د داخلي تفتیش رئیس مولوي حمدالله آخندزاده، د عمومي اوقافو آمر مولوي عبدالباقی عاصم او د خانقاوو عمومي مدیر مولوي سید احمد مدني د اداري چارو د لاښه سمون په موخه نن د غرمې وروسته د بغلان ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له کارمندانو او کارکونکو سره غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، په پیل کې له ټولو مدیرانو څخه نوبت په نوبت ځینې پوښتنې وشوې. ورپسې بیا ښاغلی منصور د ټولو کارمندانو ته له مراجعینو سره د ښه تعامل، په سپارل شوو دندو کې د پوره شفافیت، اخلاص او صداقت لارښوونې وکړﺉ.
همدا راز نوموړي د یاد ریاست کارکونکو ستونزي او مشکلات واوریدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې ټولو کارمندانو ژمنه وکړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مقام د پاليسۍ مطابق به خپل وظايف په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوي.