د ارشاد، حج او اوقافو وزیر لخوا حاجیانو ته د دوی پاتې پیسو ورکولو لړۍ پیل شوه.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۵:۴۸
توزیع پول

۱۴، صفر ۱۴۴۴ ه‍ ق (۱۹ سنبله ۱۴۰۱) ه‍ ش

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوي غونډې په ترڅ کې هغو حاجیانو ته چې سږکال د حج مراسمو اداکولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه، د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسو د ورکولو بهیر پیل شو.

په یاده غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب، مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، ددې وزارت رئیسانو په ګډون یو شمیر حاجیانو هم شتون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دا لومړی ځل دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسې بیرته دوی ته ورکوي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، ‏چې سږ کال د فرضي حج په پروسه کې له هر حاجي څخه ۴ زره او ۱۳۰ ډالر اخیستل شوي وو، چې یوازې ۳ زره او ۶۱۴.۶۲ ډالر یې مصرف شوي او پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا؛ هر حاجي ته ۵۱۵.۳۸ ډالر بېرته ورکول کېږي، مګر څنګه چې ۳۸ سینټونه په ډالرو باندې تأدیه کول ستونزمن وو، بناء موږ د ۳۸ سینټونو په بدل کې ۳۳.۵ افغانۍ ورکوو. چې دا پیسي له هغه مصارفو زیاتی پاتي دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اټکل کړی وي.

د یادونې وړ ده، چې د مرکز حاجیان دي مرکز ته او  ولایتي حاجیان دي د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړﺉ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۹:۱۷
Background image

په کابل کې د جوماتونو امامانو خالي بستونو لپاره د ازادي سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

شنبه۵ ربیع‌الأول۱۴۴۴ ه‍ ق (٩ میزان ۱۴۰۱ ه‍ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کابل ښار د جوماتونو امامانو د خالي بستونو لپاره د ازادي سیالۍ له لاري ازموینه پیل کړه او نن له غرمې مخکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداکولو د تګ لړۍ پیل شوه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر څارنې لاندې د شمشاد او سلطان مدینې سیاحتي شرکتونو له خوا د عمرې د ادا کولو لپاره د حاجیانو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د حرمینو شریفینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۲:۹
Background image

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال حاجیانو ته د حج لګښتونو څخه د پاتې پیسو د ورکړې بهېر عملا پيل شو.

د روان ۱۴۴۳ کال حاجیانو ته د لګښتونو څخه د پاتې پیسو د ورکړې بهېر نن عملا په کابل او ولایتونو کې پيل شو.

د کابل ښار مرکزي زون د حاجیانو مجتمع څخه زموږ د خبریال د معلوماتو له مخې چې. . .

BACK TO NEWS