د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه ثبت نام

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د حج د فریضې د اداء کولو اراده لري، خبر ورکول کیږي چې د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د حج د نوې نوم لیکنې لپاره د شنبې له ورځې  ۱۷/رجب المرجب/۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۹/جدې/۱۴۰۳هـ ش، څخه تر دوشنبې د ۲۷/رجب المرجب/۱۴۴۶هـ ق مطابق ۸/دلو/۱۴۰۳هـ ش نیټې پورې، په مرکز (ناحیو )کې د زړو مکروریانو،  ملي بس څلورلارې د مرنجان تپې  ته څېرمه د حاجیانو مجتمع ته او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته د تذکرې له اصل او کاپې  او  همدارنګه دوو قطعو اوسنیو عکسونو  سره چې اندازه یې (۳X۴)وي، تشریف راوړي او خپله نوم لیکنه وکړي.

یادونه: دا چې زمونږ لوی شمېر هېوادوالو څو کاله مخکې  نوم ليکنه کړې او د حج فریضې اداء کولو ته منتظر دي ، بناءً هغه کسان  چې فرضي حج یې اداء کړی ، د سږکال د نفلې حج د اداء کولو په موخه په نوې نوم ليکنه کې د ګډون کولو ګنجایش نشته او د مراجعه کولو څخه دې ډډه وکړي.   

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements