د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال د حج کاری کمیتو مسولینو سره ناسته ترسره کره
. ۲ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۱ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور او د رهبرۍ یو شمیر غړو په ګډون نن د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د حج کاري کمېټو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. ښاغلي منصور د هرې کمېټې له مسؤلینو سره د کار په دوام، د څلورو زونونو څخه سعودي عربستان ته د حجاجو انتقال او په حرمینو شریفینو د افغان حاجیانو لپاره د تسکین، تغذیی او ترانسپورټ په موضوعاتو هر اړخیزي خبرې اترې وکړې او هر یو ته یې د خپلو دندو په اړه او د چارو د لا ښه والي او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، چې تر څو یوه کامیابه او بریالۍ د حج پروسه ولرو.