د افغانستان اسلامي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او نوماند وزیر فضیلت مآب محمد قاسم حلیمي ژوند لیک
محمد قاسم حلیمي په ١٣٥٢ ه۔ل کال د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په یوه متدینه، مذهبي او روښانفکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. د ژوند لومړۍ شپې او ورځې یې په لوګر ولایت کې تېرې کړي دي، لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په افغاني لېسه کې ترسره کړي، ثانوی زده کړې یې په ۱۹۹۴ میلادي کال د الازهر په پوهنتون کې ترسره کړې دي.
لوړې زده کړې:
۔ دمصر هېواد له الازهر پوهنتون څخه یې د شرعیاتو او حقوقو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.
۔ د ماسټري زده کړې یې دمصر د قاهرې په پوهنتون کې جریان لري.
کاري تجربه:
- د بهرنیو چارو په وزارت کې د تدقیق او مطالعاتو مدیر.
- په مزارشریف کې د بهرنیو چارو د وزارت د استازولی رئیس.
- د بهرنیوچارو د وزارت د تشریفاتو د ریاست مرستیال.
- د سترې محکمې د قضایې تفتیش عمومي رئیس.
- د سترې محکمې د قضایې تفتیش او کنترول عمومي رئیس.
- د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس.
- د قضایې ستاژ استاد.
- د پوهنې وزارت ستر سلاکار.
- د سولې د عالي شورا سیاسي سلاکار.
- دآسیا بنسټ دموسسې حقوقي سلاکار.
- د افغانستان د علماؤ د سرتاسري شورا غړی او ویاند.
- د اصلاح قباء بنسټ رئیس.
- د ا.ا.ج دولت د ملي امنیت شورا د دیني چارو رئیس او د سولې د عالي شورا غړی.
ستاینلیکونه:
- د تفتیش د ریاست پر مهال یو لومړی درجه او دوه دوېيمه درجه ستاینلیکونه.
- د سترې محکمې د مالي اواداري ریاست پرمهال لومړۍ درجه ستاینلیک او دوېیمه درجه ستاینلیک.
- د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري له اداري فساد سره د مبارزې اوپه مالي او اداري چارو کې د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال.
- د آسیا فونډېشن له لوري یو نړیوال ستاینلیک.
له ملي او نړیوالو ژبو سره بلدتیا:
پښتو، دري، عربي او انګلیسي
د ١٣٩٩ه ل کال د زمري میاشتې په ٢٥ مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د جمهوري ریاست د دوېیم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه رسماً ددې وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.