د داوطلبی اعلان: پروژه ترمیمات 19 محراب مسجد شریف نواحی مختلف شهر کابل بابت سال مالی 1403)
Publish Date
Closing Date
د ارشاد حج اوقافو وزارت پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت (پروژه ترمیمات 19 محراب مسجد شریف نواحی مختلف شهر کابل بابت سال مالی 1403) په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطلیک سافټ په وړیا ډول د دې وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه چې د لسمې ناحیې اړوند، نوی ښار، د عصمت مسلم په څلور لارې کې موقعیت لري ترلاسه کړي.
پر شراېطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط لیک کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د قوس د میاشتې د پنځمې نېټې د دوشنبې په ورځ د سهار ۱۰ بجو پورې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول (176,000) یو سل او شپږاوویا زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د دوشنبې په ورځ، د روان کال د قوس میاشتې په پنځمه نېټه، سهار ۱۰ بجې د ارشاد حج اوقافو وزارت د تدارکاتو په ریاست کې دایرېږي.