د مدینې منورې د حج بعثې اجرائیوي رئیس په مشرۍ کاري غونډه تر سره شوه.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۱:۱۴
جلسه کمیته کاری مدینه

۲۲ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق ( ۱۹ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال او د مدینې منورې د حج بعثې اجرائیوي رئیس شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې افغان حاجیانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د پلانونو تطبیق او همغږۍ په تړاو غونډه جوړه شوه، چې په یاده غونډه کې د حج کاري کمېټو مسؤولینو هم ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د حج کاري کمېټو مسؤولینو د خپلو پلانونه له مخې: له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د کاروانونو د راتګ، سپیڅلو او مبارکو ځایونو ته، ریاض الجنة ته، نبويﷺ جومات ته د پنځه وخته لمانځه لپاره د تګ راتګ او اسانتیاوي برابرول، د روغتیایي کلینیکونو ۲۴ ساعته فعالیتونو په تړاو او د نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، د حج بعثې اجرائیوي رئیس شیخ عزیز الرحمن منصور د پورتنیو موضوعاتو د اورېدلو په ترڅ کې مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې واورولې او د کاري کمېټو تر منځ يې د همغږۍ په برخه کې د کار د بریالیتوب په موخه ګډونوالو ته ګټورې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS