رسنېز بلنلیک!
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، هغو حاجیانو ته چې سږکال د فرضي حج اداکولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه. د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسې د یاد وزارت لخوا بیرته ورکولو په تړاو غونډه ترسره کړي او په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ غړو په ګډون او یو شمیر حاجیانو په شتون کې د پیسو ورکولو بهیر پیل شي.
په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.
ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز
نېټه: شنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۴ هـ ق _ (۱۹، سنبله ۱۴۰۱ هـ ش)
وخت: له غرمې مخکې نهه نیمې (۳۰: ۹) بجې
د اړیکو شمېرې: ۰۷۴۴۱۷۵۷۹۷/ ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰