په هیواد کې د سولې په اړه د افغان حکومت استفتای ته په ځواب کې د مصر د لوی مفتي فتوا.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۹:۴۷
فتوا

(فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ). [النحل: 43]

(الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده سیدنا محمد رسول الله وعلی آله وصحبه ومن تبعه بإحسان إلي يوم الدين).

د سولی او هیوادوالی په هکله د اسلام بیان

د اسلام د خورا مهمو اصولو څخه یو اصل چې ډیره پاملرنه ورته شوي او د مسلمانانو په نفسونو کې ډېرې ژورې ريښې لري سوله ده، آن تر دې چې د اسلام لفظ چې د دې دین عنوان دی، د سولی د لفظ څخه اخیستل شوی، الله تعالی فرمایي: (مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمينَ مِن قَبْلُ) (سورة الحج: 78)

اسلام د سولي دین دی، له همدی کبله په کتاب الله او نبوي سنتو کې راغلي چې د مسلمان شان دادی چې د سلام اچول او د خلکو ترمنځ یې خپرول دي، همدا ډول د اسلامی شریعت د مقاصدو لومړی مقصد عمومي سوله ده، آن د سولي موضوع فقط انسان سره نده تړلی، بلکه ټول کائنات او چاپیریال یې د سیوري لاندې راځي، په یو ځای پوري هم نده تړلی، بلکه ټول هیوادوال پکې شامل دی چې په بیلابیلو سیمو کې ژوند کوي، د امت علماو د ژوند د نظم او ښه والی د قواعدو څخه شمیرلې ده.

" امام الماوردی په خپل کتاب " أدب الدنیا والدین". (ص 133، 142، ط. مکتبة الحیاة)  کښې لیکي: هغه څه چې دنیا پرې سمیږي ترڅو حالت یې منظم شي او چارې سمبال شي، شپږ شیان دي، دايې قواعد دي اګر چې فروع هم لري، هغه: دین دی چې تابع داري کیږي، قوي حاکم، شامل او عام عدالت، عام امنیت، دوامدار حاصلات، روښانه امیدونه.. همدا ډول څلورمه قاعده یې: خوندی وي، ضعیف خلک پکې اطمینان ولري، ځکه د ترس سره راحت او سکون نشته، د تهدید سره اطمینان نه پاتي کیږي".

ولي د انسان د سلامتیا او امنیت په هکله، ډېر نصوص راغلی چې څومره اسلامي شریعت د انسان د نفس، وینې او د مال ساتني ته اهمیت ورکړی او ټینګار یې پرې کړی، له همدي کبله یې په نورو باندې تیری کول او د هغوي د سلامتیا ګواښل د هغوي ویرول، امنیت او استقرار له منځه وړل یې حرام ګرځولي، د یو کس د وژلو ګناه یې د ټول بشریت د وژلو سره سمه ګڼلي، د انسان د وژلو ګناه یې د خدای د کور د ورانولو هم سخته ګڼلي ده چې د خدای کور د حرم په خاوره کې او د حرم میاشت کې وران کړي د هغې څخه هم ګناه یې لویه ده.

د هیوادونو او وطنونو د سلامتیا په هکله اسلامي نصوص پدې ټینګار کوي چې د وطن د امنیت ساتل او د هغه حمایت کول د هر ډول ننګونې او تهدید په مقابل کې باید ترسره شي، لکه څرنګه چې الله تعالی انسان ته دا دنده ورکړي چې د ځمکي د آبادۍ لپاره کار وکړي نه دا چې ورانکاري وکړي. الله تعالی فرمایې: (هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا...). (سورة هود: 61)

اسلام د هغه کسانو لپاره سخته سزا ټاکلي چې د هیوادونو امنیت د ګواښ سره مخامخ کوي او په ځمکه کې فساد کوي، چې د خلکو ژوند ګواښي او ګډوډی را منځ ته کوي. الله تعالی فرمایې: (وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ). (سورة القصص:  77)

له همدې کبله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د اسلام د لومړي دولت د تأسیس چاري د سولي، امنیت او د استقرار په اساس پیل کړي، چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو ترمنځ وي، د مسلمانانو ترمنځ یې وروروالي راوسته چې انصار او مهاجرین یې سره وروڼه کړل، د غیر مسلمانانو سره یې تړنونه لاسلیک کړل، ترڅو په وطن کې د وګړو لپاره امنیت ټینګ شي؛ ځکه له همدي کبله دولت رامنځ ته کولای شي او پرمختګ کولا شي.

د الله تعالی لارښوونو هم پدې ټینګار کولو چې هرکار چې د سولي او ارامي سبب کېږي چې په هغه کې د مسلمانانو خانونه، د دین او وطن ساتنه وي؛ ځکه دا لومړي ګام دی چې باید واخیستل شي ترڅو تمدن رامنځ ته کړي، الله تعالی فرمایې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً). (البقرة: 208)

همدا ډول الله تعالی فرمایې:(وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) ( الأنفال:61 ).

ځکه چې د ملتونو امن او استقرار هغه وخت نشي راتلی، کله چې د دوي ګټي د افرادو او هغه ډلو ترمنځ ویشلي پاتی شي چې د یو بل سره په جنګ او نختو کې اخته وي، اسلامي شریعت پدې ټینګار کوي چې مسلمانان به یو حاکم راټول شي او دهغه تابعداري وکړي او دهغه تړون مطابق دا کار وکړي چې د ملتونو او حکومتون ترمنځ پرې موافقه شوي وي، ترڅو پدې برخه کې د ملتونو او خلکو ګټي وساتلی شی. له همدي کبله اسلام د جنګ او بی امنیتی، تخریب او بی اتفاقی څخه منعه کړې ده، ترڅو په ځمکه کې فساد او ګډوډي رامنځ ته نشي، الله تعالی فرمایې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ). (النسآء: 59).

ګډوډي او اضطراب دی ته ویل کیږي چې د خلکو د وینو په حلال ګڼلو سره فتنې او د خلکو مالونه لوټل او د یوي ټولنې خلک د یو او بل په مقابل کې راپورته کولو ته وایې، د مختلفو دعوو پر اساس حاکم یا دولت کافر ګڼل یا د ځیني خلکو په نخه کول چې ډوي کافر دی، همدا ډول د امر بالمعروف تر نوم لاندې د خلکو وژل یا هم د هغه خلکو د ویني حلال ګڼل چې په غیر اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي،  یا هم د هغه خلکو د ویني حلال ګڼل چې اسلامي هېوادونو ته په امن او د دولت په اجازت راغلي وي هغه هم پدې دعوا چې د دې خلکو هېوادونه د اسلام په مقابل کې جنګ کوي... همداسي نوري دعوې او پلمې چې فتني جوړوي شبهات رامنځ ته کوي او فساد کوي چې شیطان ورته ښایسته کړي وي، له همدي کبله د صحابه کرامو په وخت کې هم خوارج را څرګند شول او د هغوي څخه وروسته هم داکار شوی.

ددغه ډول بدو کارونو ته جهاد ویل تدلیس او فریبکاري بلل کیږي ترڅو د ضعیفو عقلونو خاوندان پدې فساد کې راګیر کړي، بلکه دا کار په حقیقت کې تجاوز او بغاوت ګڼل کیږي، که چیرته د هغوي سره د جنګ کولو قوت ورسره وي باید جنګ او مقابله ورسره وشي ترڅو دغه بغاوت څه راوګرځي.

ولي په اسلامي ټولنه کې د خلکو وژل او ویره ول، یا د عمومی ملکیتونوو ورانول په اسلامي فقه کې (حرابه) ګڼل کیږي، حرابه: په ځمکه کې فساد ته ویل کیږي، ددې کار ترسره کوونکو ته سخته سزا ټاکل شوي، چې د قتل، غلا او زنا په ډول ورته حدود ټاکل شوی؛ ځکه ددې فساد ترسره کوونکي په منظم ډول د ټولني پر ضد دا جرمونه ترسره کوي، الله تعالی فرمایې: (إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ). (المائدة: 33)

 که پدې برخه کې داسې معاهدې لاسلیک شوی چې هدف یې د جنګونو ودرول، د فساد او ویراني له منځه وړل وي، استقرار را منځ ته کوي، په هیواد کې د استقرار او پرمختګ عامل کیږي هغه که – د دولتونو او یا افرادو – ترمنځ وي، د دا ډول تړونونو اومعاهدو څخه سر غړونه، د عملیاتو ترسره کول، جرمونه او قتلونه ترسره کول په ځمکه کې تخریب اوفساد بلل کیږي؛ ځکه شریعت د هغه چاسره جنګ ناروا بللی چې تاسو سره جنګ نه کوي، الله تعالی فرمایي:  (وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ). (البقرة: 190) همدا ډول د معاهدې څخه د سر غړونې او غدر څخه منعه شوي، الله تعالی فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ). (المائدة: ۱)

پدې اساس: وژل د خلکو د وینو حلال ګڼل او په هیوادونو کې ورانی کول د کبیره ګناهونو څخه شمیرل کیږي، چې شریعت په سخته سره منعه کړي او ترسره کوونکي ته یې په دنيا او آخرت کې سخته سزا ټاکلی ده، که د دې ترڅنګ هغه تړونونه او معاهدې ترسره شي چې د سولې له منځه وړل، جنګونو او فتنو ته لمن وهل او د امنیت پرځای د بې امني، ډار او ویري ترسره کولو ته مخه شي ترټول زیات او بد فساد بلل کیږي چې تر دې هم سخت عذاب او تباهي د دوي په غاړه ده.

                                            والله سبحانه وتعالی أعلم

استاذ دکتور/ شوقي ابراهیم علام

د مصر عربي جمهوریت لوی مفتي

 

 

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یو محراب مسجد پرانېسته وشوه .

چهارشنبه ۱۹جمادی الأولی ۱۴۴۶هـ ق (۳۰عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یو محراب مسجد پرانېسته وشوه . چهارشنبه ۱۹جمادی الأولی ۱۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل.

سه شنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي مولوي نقیب الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو له علماوو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل

سه شنبه ۲۶ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۸ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن په جلا جلا کتنو کې د کاپیسا ولایت د جهادی مدرسې استاذانو، د. . .

BACK TO NEWS