مولوي سردار محمد ځدراڼ د هېواد د علماوو سرتاسري شورا د سرپرست په توګه معرفي شو.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۱:۱۸
سرپرست شورای علما

نن مولوي سردار محمد ځدراڼ د ارشاد، حج او اوقافو  وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي له لوري د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړو او کار کوونکو ته په وروپیژندل شو.

په دغه غونډه چې د علماوو سرتاسري شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د ولسمشرۍ او مصالحې عالې شورا سلاکارانو، د هېواد جید علماوو کرامو، د ملي شورا  پخوانیو او اوسنیو غړو او قومي مشرانو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسي د علماوو د سرتاسري شورا د دارالانشاء رئیس د ښاغلي ځدراڼ د مقررۍ په اړه د ولسمشر پیغام ولوست.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په خپلو خبرو کې د علماوو د سرتاسري شورا د پخوانیو رئیسانو هر یو مولوی فضل الهادي شینواري، مولوی قیام الدین کشاف او مولوي عطاالله لودین د کړنو یادونه او قدردانی وکړ او نوي سرپرست رئیس سردار محمد ځدراڼ یې یو پیاوړی او وړ شخص وباله، او ویې ویل: مولوي سردار محمد ځدراڼ د افغانستان د مجاهدینو له کورنۍ څخه دی او خوښ یم چې اوس مهال په اسلامي بنسټونو کې زموږ سره دی، د ښاغلي حلیمي په وینا د علماوو سرتاسري شورا یو عقیدوي او دیني ادرس دی، چې د افغانستان په مهمو پریکړو کې د مشورې ورکولو صلاحیت لري.

همدارنګه ښاغلي حلیمي د علماوو سرتاسري شورا له هر ډول قومي او مذهبي تعصب څخه پاکه اداره وبلله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د علماوو شورا یو له هغه نهادونو څخه ده چې د افغانستان د ښېرازې لپاره کار کوي.

ښاغلي حلیمي په افغانستان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د اسلامي تعلیماتو معینیت، په علومواکاډمي کې اسلامي علومو معینیت او د علماوو سرتاسري شورا ګډ کور وباله او ویې ویل چې په بشپړه هماهنګي به خپل کارونو مخته وړي.

ورپسي، د علماوو د سرتاسري شورا سرپرست مولوي سردار محمد ځدراڼ خبرې وکړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ له باور یې د مننې تر څنګ په پوره ځواکمنتیا سره د خدمت کولو ژمنه وکړه، او په مفصله توګه یې خپلې کړنلارې او پلانونو بیان کړل. ښاغلي ځدراڼ د علماوو سرتاسري شورا د پخوانیو مشرانو ستاینه وکړه او وې ویل چې د هغوي په قدم به قدم ږدي او د علماوو شورا له غړو سره به په مشوره خپل کارونو پرمخ وړي. او هر ډول سمتي، نژادي اړیکو له پاللو پرته باید د یو واحد افغانستان لپاره کار کوي.

مولوي سردار محمد ځدراڼ د علماوو شورا له غړو وغوښتل چې د چارو لا ښه ترسره کولو لپاره دې له ده سره هر اړخیز ملتیا وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۱۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۰/جدي/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع‌ التجوید د دیارلسمې دورې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او یو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو سره وکتل

دوشنبه ١/رجب/١٤٤٧هـ ق، مطابق ١/جدی/١٤٠٤هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د سمنګان ولایت له والي، محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS