د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي د مالي او اداري عمومي رئیس د سعودی عربستان د جنوبی آسیا موسسې له رئیس سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۷
ملاقات

سعودي عربستان، جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالولي حقاني، چې ددې وزارت با صلاحيته استازي دی په سعودي عربستان کې د حج پروسې اړوند موضوعاتو ته په پام سره، نن په جده کې د حج او عمرې د خدمتونو کنفرانس او ​​نندارتون په مرکزي دفتر کې د جنوبي آسیا موسسې له رئیس اسامه عبدالله دانش سره وکتل.

په دې کتنه کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او همدا راز د ياد شرکت د مکتبونو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تېر کال پر ستونزو هم خبرې وشوې او د جنوب آسيا موسسې رئيس ژمنه وکړه، چې د تېر کال نيمګړتياوې به جبرانوي او د افغانستان حاجیانو ته د امکان تر حده غوره خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د جنوب اسیا موسسه د حج په موسم کې حاجیانو ته اړینو خدماتو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لری.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS