په مکه مکرمه کې د سکن هیئت د جنوب آسیا مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۱:۰
دیدار مکه مکرمه

 ۲۶ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۲۸ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

په مکه مکرمه کې د سکن هیئت رئیس محترم مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي د ضیوف البیت شرکت (مؤسسة جنوب آسیا) له رئیس محترم دکتور أسامه دانش او نورو مسؤولینو سره د یاد شرکت په دفتر کې وکتل.

یاده ناسته چې افغان حاجیانو ته د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د حج په مراسمو کې د لازمو اسانتیاوو او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، د یاد شرکت لخوا افغان حاجیانو ته په تېر ۱۳۴۳ هـ ق کال کې د وړاندې شوو خدماتو د ارزونې او په عمارو، ‏او مقدسو مشاعرو کې د یو لړ ستونزو د شریکولو ترڅنګ، د روان کال د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو لپاره د اړینو خدماتو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو، په منی شریفه کې افغان حاجیانو ته له جمراتو سره د نږدې او مرکزي ځایونو پر ټاکلو، په مقدسو مشاعرو کې پر محدودو خدماتي مکاتبو د افغان حاجیانو پر ویشلو، د ترانسپورټي شرکتونو لخوا مکې مکرمې، مدینې منورې او مقدسو مشاعرو ته د حاجیانو د انتقال د پروسې پر نظارت او څارنې او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.

ښاغلي دکتور أسامه دانش د یادو شوو ستونزو د هوارولو او په روان کال کې د لاښو او غوره خدماتو وړاندې کولو کلکه ژمنه وکړه او زياته یې کړه چې دافغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو سره په همغږی به دافغان حاجیانو لپاره په مناسب قیمت سره تر ټولو ښه ځایونه او غوره خدمات په مقدسو مشاعرو کې دحجاج لپاره وړاندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۱۱
Background image

په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د اداء کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج پروسې د ارزونې په تړاو غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ۱۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه معظمه: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

BACK TO NEWS