د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان هېواد له ستر مفتي سره وکتل.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۱:۱۰
ملاقات وزیر

یکشنبه ۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۲۷ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سر محقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوی پرون ماسپښین ازبکستان ته له رسېدو سره سم ددې هېواد د حکومتي مسؤلینو، د مسلمانانو د ادارې د مشر او په تاشکند کې د افغانستان سفارت د مسؤلینو له لوري تود هرکلی وشو.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې تللي هئیت د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د نږدې همکارۍ سر بیره د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پر همغږۍ، د جوماتونو او مدرسو او د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې اترې وکړې.

د يادونې وړ ده چې دغه هیئت به د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان هېواد د مسؤلینو سره د لیدنو سربیره د سمرقند او بخارا له اسلامي مرکزونو څخه هم ليدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS