د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې گډون وکړ

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۲:۴۷
ملاقات وزیر در سعودی

دوشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمې بلنه په هغه آته څلویښتم(۴۸) نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ چې نن د مکې مکرمې په ښار کې ترسره شو.

یاد کنفرانس چې د ندوة الحج الكبری' په نوم نومول شوی ‌ؤ د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعة په وینا پرانستل شو، چې پکې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر، د رابطة العالم الاسلامي مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العیسي، د مسجد الحرام او مسجد نبوي  دچارو رئیس شیخ عبدالرحمن السُدَیس، د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو، د اسلامي امت مشهورو علماء کرام، پوهانو او دولتي مسؤلینو برخه اخیستې وه.

دغه لوی او نړیوال  کنفرانس چې هر کال د حج په موسم کې په سعودي عربستان کې جوړیږي، ‏د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه تر پنځه سوو (۵۰۰) زیات مسؤلین او علما‌ء وربلل کېږي. د دغه کنفرانس موخه دا وه چې په حج کې  شرعي او فقهي رخصتونه او أسانتیاوې په پام کې ونیول شي او د وضع شوو قوانینو او لوایحو مراعات وکړل شي، همدا راز د حج په مناسکو کې د سعودي عربستان ترڅنګ داسلامي هېوادونو نظریات، مشورې، کوښښونه او داسې نور اړین موضوعات د یاد کنفرانس په اجنډا کې شامل وو، ترڅو د حجاج کرامو لپاره د مناسکو د اداء کولو اړوند مناسب چاپیریال او لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS