د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د (۱۹)محرابه جوماتونو د ترمیم او بیا رغونې پروژه

Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (1403هـ ش) مالي کال لپاره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د (۱۹)محرابه جوماتونو د ترمیم او بیا رغونې پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د خیبر کهکشان ساختماني او سرک سازي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۵۹۱۸۴) دی او د کابل ښار د اتمې حوزې په مرکز شاه شهید کې موقعیت لري، په مجموعي توګه څلور میلیونه، اته سوه شپږویشت زره یو سلو پنځوس(۴,۸۲۶,۱۵۰) افغانیو په ارزښت په قراردارد ورکولو کیږي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري، کولای شي چې د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر اوو(۷) ورځو پورې خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د (۵۰)مادې مطابق وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده، او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته نه وي رسېدلې