د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
عرفات

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی شریفې څخه عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر په پوره نظم، همغږۍ او بریالیتوب سره ترسره شو.

افغان حاجیان، چې پرون (د ترویې په ورځ) له مکې مکرمې څخه مِنٰی شریفې ته انتقال شوي وو، هلته د پنځه وخته لمونځونو تر اداء کولو، د الله تعالی د ذکر، تلبیې، دعاوو او عبادتونو له ترسره کولو وروسته، نن سهار د ځانګړو منظمو ترانسپورتي ترتیباتو له لارې د عرفات میدان ته انتقال شول، څو د حج لوی او مهم رکن (وقوفِ عرفه) اداء کړي.

دغه بهیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب تر مستقیم اشراف او لارښوونه لاندې د حج بعثې د مسؤولینو، ساحوي کمېټو او د سعودي عربستان د اړوندو ادارو او خدماتي شرکتونو ترمنځ د بشپړې همغږۍ، ټاکل شوو مهالویشونو او منظمو کاروانونو له مخې پر مخ یووړل شو او افغان حاجیان په آسانه، خوندي او منظم ډول خپلو ځانګړو خیمو ته ورسول شول.

د عرفات په میدان کې هم افغان حاجیانو ته د حج بعثې او خدماتي شرکتونو په بشپړې همغږۍ مجهزې او معیاري خیمې ځانګړې شوې دي، چې د حاجیانو د هوساینې، آرامتیا او غوره خدمتونو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي. حاجیان صاحبان به د لمر تر پرېوتلو پورې د عرفات په میدان کې وقوف کوي او دغه مبارکه ورځ به د الله تعالی دربار ته د لاسونو په لپه کولو، دعاء، استغفار، تلبیې، ذکر او بېلابېلو عبادتونو په ترسره کولو تېروي. همدارنګه به د خپل هېواد د پرمختګ، اسلامي نظام د بقاء، د مسلمانانو د یووالي، امنیت او سوکالۍ لپاره هم ځانګړې دعاوې کوي.

د حج بعثې د مناسکو کمیټې او ټاکل شوو معلمینو له لوري حاجیانو ته د عرفات د وقوف د اهمیت، د دغه ورځې د فضیلت او د حج د مناسکو د صحیح اداء کولو د څرنګوالي په تړاو معلومات وړاندې کیږي، څو حاجیان خپل عبادات د شریعت او مذهب له لارښوونو سره سم اداء کړي.

د لمر له پرېوتلو وروسته به افغان حاجیان د عرفات له میدان څخه د منظم ترانسپورټ له لارې مزدلفې شریفې ته انتقال شي، څو هلته شپه په ذکر او دعاګانو سره تېره کړي. په مزدلفه کې هم د حاجیانو لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر او د وزارت نور مسؤولین د حاجیانو وضعیت له نږدې څاري، د بعثې د بېلابېلو کمېټو فعالیتونه ارزوي او مسؤولینو ته د حاجیانو د هوساینې په موخه د معیاري خدماتو د وړاندې کولو، د چارو د لا ښه تنظیم او هر ډول احتمالي ستونزو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې کوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS