د ارشاد حج او اوقافو چارسمباله وزیر د ځمکو او ښارجوړونې له چارسمباله وزیر سره ولېدل

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۱۴:۱۱
شهر سازی

د ارشاد حج او اوقافو چارسمباله وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي د ځمکو او ښار جوړونې چارسمباله وزیر محمود کرزي سرله ولیدل په دغه لېدنه کې د دواړه وزارتونو معینانو او رئیسانو هم برخه اخېستې وه چې د دغه وزارت پورې اړوندو ملکیتونو ثبت او لېږد په اړه خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې لومړی د ارشاد حج او اوقافو چارسمباله وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي په خپل خبرو کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته د حاجیانو د پنډغالي ځمکې د لېږد په اړه رڼا واچوله، د دې تر څنګ یې د دغه وزارت د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د حاجیانو پنډغالي ته څېرمه د اته جریبه ځمکې لېږد، د کابل په ده سبز کې د حاجیانو د پنډغالي لپاره د ځای ثبتولو، په موقتي ډول د نشه یي توکو پر وړاندې د مبازې وزارت ودانې دغې وزارت ته ورکولو او د وقفي ملکیتونو د ثبتولو په اړه د معلومات وړاندې کولو سره د ځمکو او ښار جوړونې له وزارت څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.

ورپسې د ځمکو او ښار جوړونې چارسمباله وزیر محمود کرزي د ځمکو چارو معینیت او د شخصي کولو چارو ریاست ته دنده وسپارله چې د کورنیو چارو وزارت لخوا د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته د حاجیانو پنډغالي لېږ په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه د ځمکو او ښار جوړونې چارسمباله وزیر محمود کرزي د یاد وزارت د ځمکو  چارو معینیت ته دنده وسپارل تر څو د حاجیانو پنډغالي ته څېرمه اته جریبه ځمکې د لېږ او تصفیه کارۍ لپاره هئیت وټاکئ او ستونزه حل کړي.

له دې سربېره ښاغلي کرزي د کابل په ده سبز کې د حاجیانو د پنډغالي لپاره د ځمکې د ټاکلو په اړه وویل چې ډېره ژربه د نوي کابل ماسټر پلان جزیات د دغه وزارت سره شریک کړي او د ځای د ټاکلو، سروې، توپوګرافۍ، کروکي او د تفصیلي پلان په اړه به د دغه وزارته سره همکاري وکړي.

همدارنګه ښاغلي کرزي د خصوصي کولو ریاست ته دنده وسپارله چې په موقتي ډول د ارشاد حج او اوقافو وزارته د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ودانۍ د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.

په پای کې د ځمکو چارو معینیت ته دنده وسپارل شوه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت پورې اړوندې وقفي ځمکې دې ټولې د ځمکو په بانک کې ثبت کړي او د ځکمو او ښار جوړونې ټولو ریاستونو ته دې رسماً خبر ورکړي چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت له موافقې پرته دې په هغه سیمو کې د پروژې په تطبیق کولو اقدام نه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS