د ارشاد حج او اوقافو د پلان او پالیسی معین شاغلی محمد عثمان طارق او د اترا د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداری رئیس محمد عمر منصور لیدنه

bakhshi_admin
Wed, Dec 09 2020 9:59 AM
اترا

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس عمر منصور انصاري د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د پلان او پالیسۍ له معین محمد عثمان طارق سره د بریښنايي حکومتولۍ په برخه کې د پروژو د تطبیق او ارزیابۍ په اړه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یاد وزارت لپاره د کتابتون د کمپیوټر لیب، د وزارت اړوند ریاستونو د عمومي نیټورک، د قرات د عالي معهد د کمپیوټر لیب او نیټورک، تدریب ایمه انسټیټوټ د کمپیوټر لیب لپاره چې د جوړولو کار یې روان دی، څارونکی هیئت تعین شو تر څو د پروژو د تطبیق بشپړ جزیات بېرته د اترا ادارې رهبرۍ ته وسپاري.

اترا ادارې په روان مالي کال کې د حج و اوقاف وزارت اړوند دریو ولایتي ریاستونو ته د ډیجیټالي کتابتون او د ولایتونو تر منځ د ویډیويي کنفرانس سیسټمونو پروژې هم له خپل مالي صندوق څخه تطبیق کړې دي چې په اړه یې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ معین له اترا ادارې څخه مننه وکړه.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د اترا ادارې رهبري دې د پاتې پروژو بودیجه راتلونکي ۱۴۰۰ کال ته ولېږدوي او له یاد وزارت ته دې د بریښنايي حکومتولۍ او تجهیزاتو برابرولو په برخه کې د همکارۍ لاس تر ډېره ورکړي.

د اترا ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د حج و اوقاف وزارت لپاره له خپل مالي صندوق څخه د آی ټي تجهیزاتو او د بریښنايي حکومتولۍ د ودې په برخه کې د ۹۵ میلیونه افغانیو پروژې جلا کړې وې، چې ګڼې یې تطبیق او پاتې به یې د اترا ادارې د عالي شورا لخوا د منظورۍ ورکولو په صورت کې راتلونکي کال ته د پلي کېدو وړ وګرځي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS