د کمال خان بند د پرانیستې په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مبارکۍ پیغام

bakhshi_admin
Sat, Mar 27 2021 10:22 AM
پیام تبریکی

( أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ .....)الزمر ۲۱

د بندونو جوړول د انساني پرمختګ یوه هڅه ده، چې له پخوا زمانو راهیسې په انساني فرهنګ کې مهم ځای او حیاتي ارزښت لري.

د اوبو د کنټرول ستراتیژي او د بندونو جوړول په سیمه کې زموږ اقتصادي او سیاسي ځواک ښیې؛ ځکه چې د هیواد ځیرکو چارواکو د اوبو بندونو ( لومړی په هرات کې د سلما بند او په نیمروز کې یې د کمال خان بند) په جوړولو سره دې مهمې مسئلې ته پاملرنه کړې او نن د وري څلورمه چې له اوبو څخه د ملاتړ له نړیوالې ورځې سره برابره ده د هیواد د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، په هیواد کې د اوبو تیوري مدیریت د رییس او ورسره مل پلاوي لخوا د کمال خان بندر پرانستل شو، چې دا زموږ د چارواکو مهم عملي اقدام دی. دغه عملي ګام کې دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان اوبه پدې هیواد پورې اړه لري او خلک یې ورته اړتیا لري، افغانستان مکلف ندی چې د ګاونډیو هیوادونو اوبو ته اړ وي.

بناً په داسې وخت کې د بندونو جوړول او د اوبو مدیریت د هیواد د مسؤلینو له دندو څخه دي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د دغه تاریخي، مهم او حیاتي ګام په اخیستلو سره د دیني عالمانو، خطیبانو، د جوماتونو امامانو او حسینیه وو په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، دده درنو مرستیالانو، د کابینې درنو غړو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو او د افغانستان مسلمان ملت ته مبارکي وايي. او د الله تعالی دربار ته دعاء کوو، چې د هېواد ټولې پراختیايي پروژې په خوندي او سوله ییز چاپیریال کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

                                                                                                                      محمد قاسم حلیمي

                                                                                                              د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS