د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره د امام جعفر صادق رحمة الله علیه) د ملي سمپوزیم جوړېدو په مناسبت د مقاله لیکلو هرکلی

bakhshi_admin
فراخوان

درنو هېوادوالو!

ټاکل شوې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي نړۍ د یو تن فقهې عالم د علمی مقام د احترام او درناوي په موخه یوه ملي سمپوزیم جوړ کړي.

په دې توګه د هېواد ټولو لیکوالانو، پوهانو او کلتوري شخصیتونو څخه هیله کېږي، چې د خپلو مقالو سرلیکونه د دوی د غوښتنې سره سم د لاندې محورونو څخه وټاکي او د هیواد په ملي ژبو (پښتو او دري) یې د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10مې نېټې پورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي علومو تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپاري.

د امام جعفر صادق رحمة الله سمپوزیم مقالې

لومړی محور- ژوند لیک:

زېږېدنه، ماشومتوب، کورنۍ، زده کړې، استادان، شاګردان، علمي کچه، د امام جعفر صادق رحمة الله د عصر علمي، سیاسي او ټولنیز وضیعت، د هغه فقهې رایه او نظریات، د نوموړي د شخصیت په اړه د علماوو نظریات.

دویم محور -

اهل بیت له دیني او سیاسي اړخه د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره.

د امام جعفر صادق علمي، ټولنیز او سیاسي موقف، اهل بیت څوک دي؟ د اموی او عباسي خلافت سره د امام جعفر صادق چلند او موقف، د امام جعفر صادق سیاسي افکار او نظرونه، د امام صادق مذهب، د هغه د مذهب د پراختیا قلمرو، د هغه معاصر فقهې او مذهبونو پر خلاف د هغه نظریات، د اهل بیت او نورو د خلافت او نظام پر ضد د پاڅون په اړه د امام جعفر صادق دریځ.

درېیم محور - له نورو معاصرو اسلامي مذاهبو سره د امام جعفر صادق تاثیر او تأثر څیړل:

امام جعفر صادق او امام ابوحنیفه، امام جعفر صادق او امام مالک، امام جعفر صادق او د هغه وخت نور علماء،.

د مقالو معیارونه:

۱ـ مقاله باید د (3000) کلمو څخه کمه نه وي او د (5000) کلمو څخه زیاته نه وي.

۲ـ د لیکنې او د لیکلوالۍ اصول باید په پام کې نیول شوي وي.

۳ـ جملې باید اسانه، ساده او روانې وي.

۴ـ مآخذونه یې باید په معیاري ډول ولیکل شي.

۵ـ د مقالې د سافټ او هارډ کاپي د لیکوال د دقیقو ځانګړنو سره باید د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10 مې نېټې پورې د اسلامي علومو، تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپارل شي.

پته: کابل، نوی ښار، د فیض محمد خان څلور لارې

ایمیل: IslamicResearch@mohia.gov.af

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest announcements

Tue, Sep 09 2025 7:08 PM
Background image

Announcement by the Ministry of MOHIA

The 42nd Round of the International Holy Quran Competition is scheduled to be held in the Islamic Republic of Iran during the month of Rajab 1447 AH, corresponding to Jadi 1404 SH. The . . .

Tue, Aug 05 2025 10:05 AM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by the Ministry of Hajj and Religious Affairs, scheduled to be held at GMIC, today.

Speak . . .

Wed, Jul 09 2025 5:28 PM
Background image

Dear respected media colleagues

The Ministry of MOHIA intends to hold a special gathering on the occasion of the successful completion of the Hajj process for the year 1446 Hijri and the return of the final flight of . . .

Back to announcements