د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره د امام جعفر صادق رحمة الله علیه) د ملي سمپوزیم جوړېدو په مناسبت د مقاله لیکلو هرکلی

bakhshi_admin
فراخوان

درنو هېوادوالو!

ټاکل شوې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي نړۍ د یو تن فقهې عالم د علمی مقام د احترام او درناوي په موخه یوه ملي سمپوزیم جوړ کړي.

په دې توګه د هېواد ټولو لیکوالانو، پوهانو او کلتوري شخصیتونو څخه هیله کېږي، چې د خپلو مقالو سرلیکونه د دوی د غوښتنې سره سم د لاندې محورونو څخه وټاکي او د هیواد په ملي ژبو (پښتو او دري) یې د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10مې نېټې پورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي علومو تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپاري.

د امام جعفر صادق رحمة الله سمپوزیم مقالې

لومړی محور- ژوند لیک:

زېږېدنه، ماشومتوب، کورنۍ، زده کړې، استادان، شاګردان، علمي کچه، د امام جعفر صادق رحمة الله د عصر علمي، سیاسي او ټولنیز وضیعت، د هغه فقهې رایه او نظریات، د نوموړي د شخصیت په اړه د علماوو نظریات.

دویم محور -

اهل بیت له دیني او سیاسي اړخه د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره.

د امام جعفر صادق علمي، ټولنیز او سیاسي موقف، اهل بیت څوک دي؟ د اموی او عباسي خلافت سره د امام جعفر صادق چلند او موقف، د امام جعفر صادق سیاسي افکار او نظرونه، د امام صادق مذهب، د هغه د مذهب د پراختیا قلمرو، د هغه معاصر فقهې او مذهبونو پر خلاف د هغه نظریات، د اهل بیت او نورو د خلافت او نظام پر ضد د پاڅون په اړه د امام جعفر صادق دریځ.

درېیم محور - له نورو معاصرو اسلامي مذاهبو سره د امام جعفر صادق تاثیر او تأثر څیړل:

امام جعفر صادق او امام ابوحنیفه، امام جعفر صادق او امام مالک، امام جعفر صادق او د هغه وخت نور علماء،.

د مقالو معیارونه:

۱ـ مقاله باید د (3000) کلمو څخه کمه نه وي او د (5000) کلمو څخه زیاته نه وي.

۲ـ د لیکنې او د لیکلوالۍ اصول باید په پام کې نیول شوي وي.

۳ـ جملې باید اسانه، ساده او روانې وي.

۴ـ مآخذونه یې باید په معیاري ډول ولیکل شي.

۵ـ د مقالې د سافټ او هارډ کاپي د لیکوال د دقیقو ځانګړنو سره باید د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10 مې نېټې پورې د اسلامي علومو، تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپارل شي.

پته: کابل، نوی ښار، د فیض محمد خان څلور لارې

ایمیل: IslamicResearch@mohia.gov.af

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د حج مراسمو د نه ترسره کېدو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه! شنبه ۲۲غبرګولی ۱۴۰۰ درنو هېوادوالو! لکه څرنګه چې په جریان کې یاست، چې د کرونا ویروس درېیمه . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۲۱
Background image

د علامه، محدث او امام ابن حبان بستي د علمي میراثونو تر سرلیک لاندي ملي سمپوزیم ترسره کولو په مناسبت د مقالو لیکلو غوښتنه

محترمو وروڼو او خویندو ته خبرتیا:

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د هیواد علمي ځلانده ستوری علامه، محدث او امام ابن حبان بستي د درناوي او ویاړ په اړه یو ملي سمپوزیم د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره د امام جعفر صادق رحمة الله علیه) د ملي سمپوزیم جوړېدو په مناسبت د مقاله لیکلو هرکلی

درنو هېوادوالو!

ټاکل شوې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي نړۍ د یو تن فقهې عالم د علمی مقام د احترام او درناوي په موخه یوه ملي سمپوزیم جوړ کړي.

په دې توګه د هېواد ټولو . . .

Back to announcements