د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رياست کاري ناسته ترسره کړه.

bakhshi_admin
Mon, Oct 25 2021 9:37 AM
جلسه امامان

يکشنبه ١٧-ربيع الاول -١٤٤٣/ ٢- لړم ١٤٠٠.

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رياست په انګړ کې کاري ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

ورپسې د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رٸيس مولوي محمد حامد "حسيب" خبرې وکړي.

نوموړي د ياد رياست له ټولوکارکونکو څخه مننه او قدرداني وکړه، چي شپه او ورځ يى په پوره ايمانداري او صداقت سره د الله تعالی مشاعرو، خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوي.

ښاغلي حسیب د کابل ښار د ۲۲ ناحیو اړوند مدیرانو او دولاياتو  مدير ته سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته دې د ټولو جوماتونو دارشاد او دعوت فعاليتونه، دجمعي خطبي تطبيق  له نږدي وڅارل شي او تر څنګ دي دپرسونل له شتون، له پاکوالي، د برښنا لګښت او د اوبو نل له لګښت څخه پوره څارنه وکړي او هڅه دې وکړي، چې د جمعې ورځې خطبه ټولو جوماتونو دمرکز او ولاياتو ته دي ورسېږي.

دټولو کارکونکو په استازيتوب دياد رياست دجوماتونو چارو آمر مولوي اسرارالحق "عرب" دياد رياست دستونزو په اړه خبري اوکړي او ژمنه ٸي وکړه چي خپلي دندي به په پوره صداقت او استقامت سره پرمخ وړي.

په آخر کي ښاغلي "حسيب" دياد رياست ټولو کارکونکو ته دهر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

ناسته په هيواد کي دپرمختګ او سوکالي په دعاء پاي ته ورسيده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS