د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر زابل ته رسیدلی.

bakhshi_admin
Thu, Dec 16 2021 1:53 PM
زابل

(۱۰) جمادي الاولی (۱۴۴۳) هـ ق مطابق (۲۴) قوس(۱۴۰۰) هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي زابل ته د سفر په ترڅ کې دارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه. ښاغلي وزیر صاحب د زابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو دریاست له سرپرست مولوي محمد اسلام واسع او نورو کارکوونکو سره ولیدل او د هغوئ کارونه او فعالیتونه یې وارزول او د کارونو د لابهبود په خاطر یې په هره برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. دغه راز ښاغلي وزیرصاحب د قلات په ښار کې د زابل ولایت دیو شمیر مخورو علماؤ سره ناسته وکړه او داسلامي امارت د پاليسېو، اهدافو او مقاصدو په اړوند یې هغوئ ته عالمانه ویناواوروه له. چې د علماءکرامو د ډیرې خوښئ سبب وګرځیدله او نوموړو علماؤ د اسلامي امارت څخه د کلک ملاتړ او په هر برخه کې دخدمت کولو اماده ګي وښودله، د نوموړي ریاست د منسوبینو په وینا دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ارشاد، حج او او قافو وزیر د زابل له ریاست څخه لیدنه کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS