د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس د کعبې شریفې د پوښ د جوړولو ځای څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
Wed, Jul 20 2022 12:09 AM
پوش کعبه

۱۸، ذوالحجه ۱۴۴۳ه ق(۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ه ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب له خپل پلاوي سره د مجمع الملک عبدالعزیز لکسوة الکعبة المشرفة له مختلفو ځایونو څخه لیدنه وکړه.

دوي د کعبې شریفې د پوښ د حوړولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه او د هغو عزتمندو خادمانو او نورو سعودي چارواکو چې د دواړو سپېڅلو زیارتونو د خدمت لپاره خدمت کوي مننه وکړه.

په دې کتنه کې د  کعبې شریفې د پوښ جوړولو فابریکې (مجمع) مسوول عبدالعزیز او دکتور محمد بن عبدالله باجوده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل هئیت ته ښه راغلاست وویل او د مسجد الحرام او د نبوي جومات شئوون عمومي رئیس شیخ عبدالرحمن السدیس او د هغه مرستیال ته یې نیکې هیلې وړاندې کړې.

د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزير او ورسره مل پلاوي د دغې لويې فابريکې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د کعبې شریفې د پوښ جوړولو د فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د کعبې شریفې د کسوه د مسؤل شخص په غوښتنه د کعبې پوښ په لاس ګنډلو کې برخه واخیسته او په خپلو مبارکو لاسونو یې څو تارونه اوویستل.

په دي کتنه کې د سعودي د باصلاحیته چارواکو د لارښوونو له مخې د کعبې شریفې پوښ د چمتو کولو مرحلې او خام مواد چې په جوړولو او سینګار کې کارول کیږي او د تخنیکي تجهیزاتو او اسانتیاوو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې شول.

د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په شتون کې د کعبې شریفې په لور د مسوولینو له ۲۴ ساعته هڅو او پاملرنې مننه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS