له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستونې لړۍ بشپړه شوه.

bakhshi_admin
Sat, Aug 06 2022 11:42 AM
برگشت حجاج

۵، محرم ۱۴۴۴ ه‍ ق(۱۲ اسد ۱۴۰۱ ه‍ ش)

د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل او هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ هم د وروستۍ الوتنې په را رسېدو سره نن بشپړه شوه.

د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د حاجیانو د وروستۍ الوتنې ته هرکلی په موخه غونډه جوړ شوي وه، چې په کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې محترم وزیر، د عامې روغتیا محترم وزیر، د حج د ملي کمیټې محترمو غړو، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب او د اریانا او کام ایر شرکتونو مسولینو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې افغان حاجیان د حج فریضې له ادا کولو وروسته هېواد ته راستانه شول.

ښاغلي حنفي د فرضي حج پروسې د لنډ وخت په تړاو وویل، په هیواد کې د (۱۳۵۸۲) تنو حاجیانو د تنظیم او ترتیب په برخه کې چمتوالی نیول او د تړون د لاسلیک لپاره سعودي عربستان ته د یوه پلاوي استول. سعودي عربستان ته د استوګنې، ترانسپورت، د ورځې درې وخته خواړو، روغتيايي کلينيک او نور اړينو موضوعاتو) د ټولو پروسو په پلي کولو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وستايلې او د حج پروسه يې بريالۍ وبلله.

په دغه غونډه کې یوه افغان حاجی شراف الدین چې سږ کال یې د فرضي حج په مراسمو کې ګډون کړې و وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره هر اړخیزه اسانتیاوې را منځته شوې وې او حاجیان ډېر زیات خوښ او هیڅ ډول ستونزې یې نه درلودې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب هم په یاده غونډه کې وویل، چې له سعودي عربستان څخه نن کابل نړیوال هوایي ډګر ته د حاجیانو وروستۍ کاروان را ورسېده او ورسره د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

نوموړي وویل، چې سږ کال خدای ﷻ په نصرت سره مونږ وکوالی شو، چې په ډېر کم وخت او په ډېر کمو امکاناتو سره د فرضي حج مراسمو لپاره چمتوالی ونیسو.

ښاغلي ثاقب همدا راز افغان حاجیانو ته په وینا کې وویل، چې د حج له مراسمو اداکولو وروسته دوی ډېر  نیکمرغي دي، چې وروسته له دې خپل ژوند د شریعت په اصولو سره برابر تیر کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړی په اساس افغان حاجیان سعودي عرب ته انتقال کړه او یادو شرکتونو افغان حاجیان بېرته هېواد ته راستانه هم کړل چې نن دغه لړۍ بشپړه شوه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS