د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ د هېواد د ممتاز حافظ په معرفي کولو سره پای ته ورسېده

bakhshi_admin
Sat, Dec 17 2022 2:34 PM
محفل قران

۲۰ جمادی الأول ۱۴۴۴ هـ ق (۲۳، قوس ۱۴۰۱ هـ ش)

د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د غوره حافظانو د پېژندلو او معلومولو په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ، چې څه موده وړاندې په کابل ښار په نواحیو او په ټول هېواد کې ترسره شوې وه، چې د پای په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث نور محمد ثاقب، مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف،  د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ددې وزارت مرکزي رئیسانو، د اسلامي امارت مسؤلینو، علماء کرامو او حافظانو حضور درلود.

دیاده غونډه د ممتاز حافظ د قرآن کريم د مبارکو آياتنونو په تلاوت سره پيل شو او ورپسی د قاریانو چارو رئیس مولوي عبدالغفار ثاقب لخوا غونډه په رسمي ډول پرانستل شوه.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د قران کریم د حفظ او تجوید د ملي سیالیو د یوولسمې دورې په تړاو د وینا پر مهال زیاته کړه: زموږ نننۍ غونډه د هېواد په کچه د یادې سيالۍ د برياليتوب له امله چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وه، د هېواد د ټولو ولايتونو څخه په کې محترمو حافظانو برخه اخيستې وه او وروسته د دې سیالۍ ګټونکي وپیژندل شول او اوس دوی ستایل کیږي او وروسته به په نړیوالو سیالیو کې د ګډون له لارې زموږ لپاره ویاړ او ښه نوم ترلاسه کړي.

ښاغلی ثاقب ګډونوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، چې محترم حافظان زمونږ د ملت ستره سرمایه ده او باید د ولس، استادانو او والدینو لخوا ورته درناوی وشي. او له حافظانو مو غوښتنه دا ده چې نه يوازې د قرآن کريم حفظ او تجويد وکړﺉ، بلکې د قرآن کريم مفاهيم، مسايل او احکام هم زده کړﺉ او د علم حاصلولو ته زياته پاملرنه وکړﺉ او ځانونه عالمان وګرځوﺉ.

په دې ستره غونډه کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په هېواد کې د قرآن کریم د دغه سیالۍ د تنظیمولو ستاینه وکړه او ویې ویل، دا کلمه (قرآن کریم) د معجز کلمه ده، چې هدف یې د انسانانو لارښوونه ده. کوم چې انسان ته خوشحالي او نیکمرغي راوړي.

شیخ محمد قاسم خالد دغه راز زیاته کړه: اسلامي امارت د قرآن کریم د احکامو د حاکمیت او په هیواد کې د دې کلمې د اصولو د حاکمیت او د دغه اسلامي نظام د ساتنې لپاره، او د دې اسلامي نظام د ساتنې لپاره نه يوازې د اسلامي امارت مسؤلين او غړي مسؤليت لري، بلکې عام ولس هم بايد د دغه اسلامي نظام د ټينګښت او ساتنې لپاره خپل مسؤليت اداء کړﺉ.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزرات د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور د قرآن کریم په فضیلت او اهمیت په اړه هر اړ خېري خبري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په نړۍ کې کوم علمونه دی هغه ټول په قرآن کریم کې شتون لری او موږ او تاسو باید کوښښ وکړو، چې په قرآن کریم باندې عمل وکړو.

د غونډې په پای کې ممتازو قازیانو ستاینلیکونه او نغدې جایزي ورکړل شوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sun, Jun 09 2024 10:40 AM
Background image

Saturday, 2nd of Dhu al-Hijjah, 1445 AH, corresponding to 19th of Jumada al-Thani, 1403

The airplane carrying the last batch of Afghan pilgrims took off from Kandahar International Airport to Jeddah International Airport.

Thanks to the Ministry of MOHIA of the Islamic. . .

Wed, Jun 05 2024 11:32 AM
Background image

Wednesday, 27th of Dhu al-Qi'dah, 1445 corresponding to 15th of Jumada al-Thani, 1403

The Sheikhul Hadith,Dr. Noor Muhammad "Saqib," Minister of MOHIA, met with Muhammad Yusuf Kalla, Chairman of the Council for National Awakening and Mosques and former Vice President of. . .

BACK TO NEWS