د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي د سعودي عربستان د موحد وکلاوو شرکت له رئیس سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Jan 12 2023 12:42 PM
وکلای موحد

۱۷ جمادی الثانی ۱۴۴۴ هـ ق (۲۰، جدی ۱۴۰۱ هـ ش)

سعودي عربستان، جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالولي حقاني، ددې وزارت با صلاحيته استازى چې له دې وړاندې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د ۲۰۲۳میلادي کال د فرضي حج خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی وو. د خپلو لېدنو او د حج له مسؤلینو سره د خپلو غونډو په لړ کې نن د موحد وکلاوو شرکت له رئیس محترم ساهر بن عبدالعزیز مطر سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو لورو په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د موحد وکلاوو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو خبرې وکړې او له ياد شوي شرکت سره یې هوکړه ليک د هر اړخیزې څېړنې په موخه لاسليک راتلونکې غونډې ته وځنډاوه.

د يادونې وړ ده، چې د موحد وکلاوو شرکت دنده؛ د جدې او مدينې منورې په هوايي ډګرونو کې د حاجيانو هرکلى کول، د حاجیانو تنظیم او په ټاکلي وخت سره له هوایي ډګر څخه خپلو ودانیو ته لیږدول او برعکس د مراسمو په پای کې په ټاکلي الوتنو کې هیواد ته بېرته لیږدول.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS