د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د غوره لمانځنې په موخه د ارشاد ، حج او او قاف وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه. 

bakhshi_admin
Mon, Jul 22 2019 12:31 PM
استرداد

د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د غوره لمانځنې په موخه د ارشاد ، حج او او قاف وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
کابل : افغانستان ؛ شنبه ۱۳۹۸چنګاښ ۲۹
دا غونډه چې د ارشاد حج او او قافو وزارت په مقام کې چمتو شوی وه 
غونده کې د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوی عبدالحکیم منیب او د چارو اداري رئیس سید عبدالوحید قتالي سربیره د وزارت مالي او ادراي مرستیال ملا تاج محمد مجاهد د وزارت د رهبرۍ هئیت ځینو غړو او د دواړو ادارو ګډ کمسیون غړو شتون در لود
لومړی د کلام مجید څو مبارک آیاتونه تلاوت شول
په پیل کې سید عبدالوحید قتالي د درنښت او احترام وروسته وویل : دا چې د هېواد په خپلواکۍ کې علمای کرامو پوره رول لوبولی او د هېواد خپلواکي د علمای کرامو ، روحانیونو، قاریانو او د هېواد مفتیانو د هلو ځلو ثمره ده د جلالتمأب ولسشمره د لارښونې په  بنسټ باید د هېواد د غوره او نامتو علمای کرامو ، حافظانو ، دیني لیکوالانو ، مفسرین ، مفتیان ، سیرت پوهان او دیني چارو پرمخ وړونکې باید وستایل شي چې په دې برخه کې د ار شاد ، حج او اوقافو وزارت کې د شته علمی کدرونو ، هوډ منو او پیاوړو همکارانو لارښونې ګټوری دي د دې ستر تاریخي ویاړ په لمانځنه کې
بیا د ارشاد حج او اوقافو نوښتګر پیاوړي او ټولمنلی وزیر مولوی عبدالحکیم منیب د هېواد خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د همکارۍ په مشخص کولو وویل : وزرات هر ډول همکارۍ ته چتمو ده او په دې برخه کې  مهم او ټولمنلي ګامونه اخیستی دي . چې ښه بیلګه یې په وزارت کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د چمتوالي کورنۍ کمیټه ده چې د چارو د ادارې سره په ګډه چارې پرمخ وړي
ورپسی د ارشاد ، حج اواوقافو وزیر کورنۍ کمیټې ته اړینې سپارښتنې وکړی . غونډه د هېواد د خیر او ښې را تلونکې په دعا پایته ورسېده

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS