د افغانې حاجیانو د حج سږني مراسم څه ډول ترسره شول؟

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۲۶
مصاحبه

 لګښتونه ولې زیات و ؟ د ښځو ونډه څومره وه ؟ امارتي مسؤلين حج ته چا ليږلي ؟

لګښتونه ولې زیات و ؟ د ښځو ونډه څومره وه ؟ امارتي مسؤلين حج ته چا ليږلي ؟

د ارشاد، حج او  اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب سره

د شریعت ورځپاڼې مرکه

لومړۍ پوښتنه: د افغانستان سهم د تیرو نورو کلونو په پرتله ویل کیږي چې ډیر کم ؤ چې علت یې څه ؤ؟

جواب: تیرو دوه کلونو کې د کرونا ناروغۍ له امله د افغانستان او نړۍ له نورو هېوادونو څخه حج ته څوک نه وو تللي، د سعودي عربستان د یو کم شمېر وګړو پرته هغه هم د ډیرو محدودیتونو لاندې نورچا حج ونکړ چې حج تقریباً معطل ؤ، سږکال د سعودي حکومت اعلان وکړ هغه هم ډیر ناوخته چې په دې کال کې به یو میلیون یعنې لس لکه کسان د حج کولو اجازه ولري، چې په وړاندې کلونو کې به څه د پاسه دوه نیم میلیونه یعنې څه د پاسه پنځه ویشت لکه حاجیانو حج کاوو، نو سږکال د هر هېواد د نفوسو په تناسب د حُجاجو سهمیه راکمه شوې وه چې د افغانستان د نفوسو په تناسب زمونږ سهمیه دیارلس زره، پنځه سوه او دوه اتیا(۱۳۵۸۲) تنو ته راکمه شوه، د کرونا د حالت نه مخکې به د افغانستان د حاجیانو سهمیه دیرش زره (۳۰۰۰۰) وه، هغه د هغې احصائیې په بناء چې د افغانستان نفوس یې  دیرش میلیونه ښودلی ؤ، اګرچه هغه احصائیه مکمله او دقیقه نه وه، نو د هر میلیون لپاره د زرو حاجیانو سهم وي، مونږ ویلی شو چې اوس مهال د افغانستان نفوس د پنځه دیرش میلیونو څخه هم زیات دی، ما څو ورځې وړاندې په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له نائب وزیر دکتور عبدالفتاح بن سلیمان مشاط سره په ملاقات کې له دوی غوښتنه وکړه چې مونږ ته دې په آینده کې د حُجاجو سهم رازیات کړل شي د افغانستان د نفوسو په تناسب.

دویمه پوښتنه: دغه راز د حج لګښت د نورو کلونو په پرتله ډیر زیات ؤ علتونه یې داخلي او که خارجي وو؟

جواب: سږکال د حج لګښت د نورو تیرو کلونو په پرتله زیات ؤ، علتونه یې هم داخلي او هم خارجي وو، په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې د في نفر د طیارې  ټکټ نهه سوه او پنځوس (۹۵۰) ډالر ؤ چې سږکال یو زر او پنځوس (۱۰۵۰) ډالر شوی دی.

په سعودي عربستان کې د حج د خدماتو اجوره په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې په تیرو کلونو کې یوزر، نهه سوه او پنځه اتیا(۱۹۸۵) سعودي ر یال معادل (۵۲۹) ډالر وه چې سږکال دغه اجوره څلور زره، نهه سوه او شپږ نوي(۴۹۹۶) سعودي ر یال معادل (۱۳۳۲) ډالره وه چې تقریباً (۸۰۳) ډالره اضافه شوې وه.

د حاجیانو ویزې به په تیرو کلونو کې وړیا (مفته) وې چې سږکال د في نفر حاجي د ویزې قیمت درې سوه(۳۰۰) ر یال معادل (۸۰) ډالر ؤ.

په سعودي عربستان کې  د حاجیانو صحي بیمه په تیرو کلونو کې مفته وه چې  سږکال یوسل او نهه (۱۰۹) ر یال معادل (۲۹) ډالر وه.

بل علت یې د نړۍ په سطحه د خوراکي موادو د قیمت لوړوالی ؤ.

د یادونې وړ ده چې په تیرو کلونو کې به په سعودي عربستان کې پنځه فیصده مالیه وضع کېدله؛ خو سږکال پنځلس فیصده شوې وه چې لس فیصده اضافه په کې راغلې وه.

ددې ټولو باوجود مونږ کوشش وکړ چې د حاجیانو لګښتونه تر ډیره حده راکم کړو او په دې ترتیب د ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه زمونږ لګښتونه او مصارف کم وو.

درېیمه پوښتنه: په هرڅه کې د ښځو د ونډو خبره کیږي، خو دلته یې ډيره څوک نه مطرح کوي، که وپوښتو چې د افغانستان په سهم کې د ښځو ونډه پوره نیمه وه که نه تر نیمې هم کمه وه؟

جواب: په حج کې نارینه او ښځېنه دواړه طبقې ونډه اخیستلی شي، دا د استطاعت او فرضیت پورې اړه لري په چاچې حج فرض وي او  استطاعت یې ولري او یا د نفلي حج توان ولري هغه نر وي او که ښځه حج کولی شي، البته ښځې لپاره محرم ضروري دی، سږکال (۱۴۴۳هـ ق) کې زمونږ د ښځینه حاجیانو تعداد (۳۵۴۸) یعنې ۲۶٪ ؤ او د نارینه حاجیانو تعداد (۱۰۰۳۴) یعنې ۷۴٪ ؤ چې مجموع (۱۳۵۸۲) تنه کیږي.

زمونږ دغه ټول نارینه او ښځینه حاجیان ډیر په خیریت او عزت سره سعودي عربستان ته انتقال شول، هلته یې د حج ټول افعال او مناسک په کامیابۍ سره ترسره کړل او په خیریت او عافیت سره بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.

څلورمه پوښتنه: د سعودي عربستان له حکومت سره تعامل څه ډول ارزیابي کوئ، د حج په مراسمو کې به تاسې ته ښه واضح شوی وي؟

جواب: د سعودي عربستان له حکومت سره زمونږ او د دوی تعامل ډیر دوستانه او په اخلاص بناء ؤ، دوی د حج په موسم کې مونږ سره ډیر نیک برخورد کاؤ او ډیر د محبت او صمیمیت په فضاء کې یې مونږ سره ملاقاتونه وکړل، زمونږ حاجیانو ته یې ښه مراعاتونه ورکړل او په عموم کې دوی ډیرې آسانتیاوې برابرې کړې وې، چې دا هرڅه د حج په موسم کې زمونږ د سترګو لاندې څرګند وو.

پنځمه پوښتنه: حاجیان عموماً د حج له مُعلمینو شکایت کوي؛ خو سږکال یې شکایت زیات ؤ چې ستونزه به په څه کې وه؟

جواب: اول خو داخبره ده چې  په  عموم کې ځینې حاجیان له معلمینو څخه داسې تقاضا او غوښتنې کوي چې  هغه د معلمینو په مسئولیت کې شاملې نه وي او نه د هغوی په  توان کې وي، بیاهم معلمین باید په پوره صداقت، اخلاص او ایماندارۍ سره خدمت وکړي ځکه دوی د حاجیانو په مصرف حج ته ځي او د حاجیانو په وړاندې مسئولیت لري، سږکال د وخت د کموالي په وجه د مُعلمینو په انتخاب، تعیین او د دوی  په صحیح تربیت او تدریب کې لکه څرنګه چې مناسب وه هغسې اجراءات ترسره نه شول، ډیر معلمین ښه او کامیاب وو؛ خو ځینې معلمین په دې ګومان او په دې امید چې ښه خدمت به وکړي ټاکل شوي وو لیکن داسې ونه ختل، داسې به ووایو چې زمونږ دغه سږنی کال یو ډول امتحاني کال بلل کیږي، کومې ستونزې او نیمګړتیاوې مو چې معلومې کړې هغه مو یاد داشت کړي دي چې په آینده کې  به د خپلو دغو معلوماتو او تجربو په رڼا کې  په ستونزو او مشکلاتو برلاسی ومومو. ان شاء الله تعالی

شپږمه پوښتنه: د حکومتي یا امارتي حاجیانو شمېر څومره ؤ؟ که څه هم هغوی په خپلو لګښتونو تللي  وو.

جواب: سږکال حکومتي(امارتي) اشخاص ډير زیات حج ته تللي وو او  ددوی ترڅنګ ډیر هغه مجاهدین هم تللي وو چې حکومتي دندې او مسئولیتونه نلري، د ټولو شمېر به د یو زر او پنځه سوه(۱۵۰۰) په شاوخوا کې ؤ، چې هیڅ یو له دوی د امارت په پیسو نه وو تللي بلکې ټول په خپلو لګښتونو تللی وو، په دوی کې د ریاست الوزراء مرستیال، وزیران، معینان، لوی رئیسان، والیان او نور مسئولین او مجاهدین شامل وو.

اوومه پوښتنه: د حاجیانو له نغده مبلغ څخه ستاسو د وزارت حساب او یا په مجموع کې  امارت ته څه ګټه رسیږي؟

جواب: د حاجیانو له نغده پیسو څخه زمونږ وزارت او یا امارت ته هیڅ ګټه نه رسیږي، لومړی  خو مونږ کوشش کوو چې دقیقه اندازه ولګوو او د حاجیانو څخه هغه مقدار پیسې واخلو چې په دوی باندې مصرف کیږي، بیاهم که چیرې ددوی له پیسو څه شی زیات شي هغه بیرته ورکوو، که لږ وي او که ډیر، البته کوم معلمین چې د حاجیانو لپاره ټاکل کیږي د هغوی د حج مصرف د حاجیانو له پیسو څخه دی.

اتمه پوښتنه: حتمي ده چې حاجیانو ته به مو آسانتیاوې  برابرې وې، تاسې یې  په خپل نظر ورته کافي بولئ؟

جواب: د سږکال لپاره چې حاجیانو ته مونږ کوم خدمات او سهولیات برابر کړي وو زمونږ په نظر په دې کال کې او ددغه وخت سره همدومره آسانتیاوې ممکنې او کافي وې، د آینده لپاره که الله ته منظوره وه مونږ به وخت هم زیات ولرو او له وړاندې به ښې برنامې طرحه کړو او له خپلو تجربو څخه به هم ګټه واخلو، نو امید دی چې لاښه خدمات به ترسره کړو.

                                                                                     والسلام

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

نخستین پرواز معتمرین از کشور به سوی حرمین شریفین جهت ادای عمره انجام شد

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

نخستین پرواز معتمرین سال ۱۴۴۸هـ ق از کشور به منظور ادای عمره به حرمین شریفین انجام شد به همین مناسبت، وزارت ارشاد، حج و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

وزارت ارشاد، حج و اوقاف، روندِ بازپرداخت پول ‌های اضافی از مصارف حج را به حجاج سال ۱۴۴۷ هجری قمری رسماً اعلان کرد

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

وزارت ارشاد، حج و اوقاف امارت اسلامی افغانستان، امروز طی یک کنفرانس خبری در مرکز اطلاعات و رسانه‌های حکومت، روندِ بازپرداخت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

با رسیدن آخرین پرواز حجاج کرام از عربستان سعودی به کشور پروسهٔ حج سال جاری با موفقیت به پایان رسید

پروسهٔ حج سال جاری با موفقیت به پایان رسید

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

روند بازگشت حجاج کرام سال ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵ هـ ش، از عربستان سعودي به. . .

BACK TO NEWS