د معاصرې نړۍ ننګونې « نفرت خورونکې ویناوي ، تروریزم ، افراط ګرايي

bakhshi_admin
Thu, Nov 12 2020 10:05 AM
ویدیوکنفرانس

سې شنبه ٢٠ لړم ١٣٩٩
دغه کنفرانس د اذربایجان هېواد له لوري تنظیم شوی و، چې لومړی د اذربایجان مفتي او د قفقاز د مسلمانانو د سازمان رییس، شیخ الاسلام الله شکر باشازاده، ورپسې د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې مرستیال علي محی الدین القره داغي او همداشان د ترکیې د دیني چارو وزیر دکتور علي ارباش ویناوې وکړې، چې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو اړخونو او ستونزو د حل په باب یې خپل نظریات شریک کړل. ویناوالو د خپلو خبرو تر څنګ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وګڼله او د جګړې له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې جګړه ودروې او سولې ته لومړیتوب ورکړي
په همدې ترتیب، پدې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي هم وینا وکړه. نوموړي د سولې، دیني مقدساتو ته د سپکاوي، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د کارټون خپرولو، اسلامي افراطیت، ترهګرۍ او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخوالي په اړه ویناوې وکړې. هغه په افغانستان کې د جګړې د حرمت او د افغانستان په مسله کې د ګډونوالو د وروستي دریځ په ځانګړي ډول په دې هیواد کې د روانې جګړې د حرمت په اړه مننه او قدردانی وکړ.
ګډونوالو د افغانستان اسلامي جمهوریت، منځني ختیځ، د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین د کورنۍ شخړې له منځه وړلو او په سوریه، لیبیا او نورو سیمو کې د سولې رامنځته کولو لپاره د عادلانه حل لارې ملاتړ وکړ. همدا رنګه ټولو ګډونوالو د انسانیت د هوسا راتلونکې لپاره د نړۍ د تمدنونو او مذهبونو ترمنځ د سولې، امنیت، یووالي او همغږي ترلاسه کولو هدف ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
ویناوالو د بیان ازادي او دیموکراسي تر نامه لاندې د سپېڅلو دیني ارزښتونو ته د سپکاوي غندنه، په ځانګړې توګه د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د کارټون خپرولو غندل.
دوی د تروریزم د زیاتېدو، مذهبي او توکميز تاوتریخوالي، تبعیض د ترهګرۍ او افراطي ډلو لخوا د مذهبي ارزښتونو له لارې د سولې د نړیوالو خبرو اترو او انساني همغږۍ ته د خطر په اړه هم بحث وکړ.
دوی پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د نفرت هغه بیان پای ته ورسوي چې په اسلامي هېوادونو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پرمختګ، ثبات او امنیت خنډ ګرځي او د هغه تبلیغاتي پروپاګند مخه ونیسي چې د قومي او مذهبي سپکاوي لامل کیږي.
هغوی د اذربایجان جمهوریت جمهور رییس ښاغلي الهام علي اُف څخه د دغه کنفرانس په لاره اچولو مننه وکړه. هغه د اسلامي همکاریو سازمان د مشر ډاکتر یوسف بن احمد العثیمین او د قفقاز د مسلمانانو د سازمان رییس، شيخ الاسلام الله شكر باشازاده څخه د دې کنفرانس د جوړولو لپاره مننه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS