د جمهور رئیس له مرستیال سره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د رهبري هیأت کتنه

bakhshi_admin
Thu, Dec 03 2020 11:23 AM
سرور دانش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي او د یاد وزارت مرستیالانو او رئیسانو نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال او د حج ملي کمېټې له رئیس استاد سرور دانش سره د صدارت عظمی په ماڼۍ کې وکتل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یاد وزارت د فعالیتونو د ښه والي لپاره د اجرايي پروګرامونو، اصلاحي طرحو او عمومي وضعیت په اړه د جمهوري رئیس دوهم مرستیال ته راپور ورکړ.
نوموړي ټینګار وکړ ، ژمن دی چې د اصلاحي طرحو پر اساس د یاد وزارت په فعالیتونو کې هر اړخیز اصلاحات راشي. ښاغلي حلیمي وویل چې دا وزارت به د حج، زیارتونو د پروګرامونو ترڅنګ، د اوقافو او ارشاد په اړه هم عملي پروګرامونه تطبیق کړي.
د جمهور رئیس دوهم مرستیال استاد سرور دانش نوموړي ته له ولسي جرګې د باور رایې د تر لاسه کولو مبارکي وویله.
د جمهور رئیس مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر د اصلاحي طرحو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د رهبرۍ هیات په هڅو او اړینو همغږیو به دغه وزارت د حج، ارشاد او اوقافو چارې تر پخوا په ښه ډول سره ترسره کړي.
استاد دانش ژمنه وکړه چې د یاد وزارت د اصلاحي پروګرامونو د تطبیق په لاره کې به همکاري کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS