د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ماشومانو نړیواله ورځ د یاد وزارت په وړکتون کې ولمانځل شوه

bakhshi_admin
Thu, Jun 03 2021 10:18 AM
روز کودک

نن چهارشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولی میاشتي ۱۲ مه

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د وړکتون مسوولین او د ماشومانو د والدینو کډون کړی وو

دارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین دوکتورامین الدین "مظفري"د ماشومانو نړیوالې ورځې د مبارکې د یاد وزارت وړکتون ماشومانو ته وویله. ښاغلی مظفري زیاته کړه، چې په یوه سالمه ټولنه کې د ماشومانو د تعلیم او روزنې رول خورا اړېن او مهم دي او د یاد وړکتون پر مسوولینو یې غږ وکړ، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د غونډې په پای کې، چې کومي ډالۍ ماشومانو ته په نظر کې نېول شوي وي ماشومانو ته وویشل شوی.

په دي وروستیو کې د ښاغلی مظفري له لوري د اسلام او نړیوال قانون له نظره د ماشومانو حقوق تر نامه لاندې لیکل شوې کتاب هم یو یو جلد د ماشومانو کورنیو ته ورکړل شو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS