د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Apr 18 2024 9:50 PM
hh

۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د غونډې په پیل کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دواړه وزارتونه د ټولې په اصلاح کې مهم رول لري باید د ټولې په اصلاح کې له هیڅ راز هلو ځلو درېغ ونکړي.

ښاغلي محمدي د دې وزارت له مسلکي مرستیال سره وویل: چې په مرکز او ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند امامان او خطیبان او زموږ د وزارت محتسبینو سره په گډه همغږۍ او همکارۍ د جوماتونو، مدرسو او اسلامي مرکزونو له لارې د ټولنې د اصلاح او عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني وویل: د ولسونو باور او اعتماد په علماء کرامو دی او علماء کرام باید د منبر له لارې ولسونو ته عامه پوهاوی وکړي تر څو خلک د اسلامي نظام سره وصل کړي.

د غونډې په پای کې د وزارت مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت معین ته د هر خیزې همکارۍ ډاډ ورکړل او غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS