د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل
۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)
نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د غونډې په پیل کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دواړه وزارتونه د ټولې په اصلاح کې مهم رول لري باید د ټولې په اصلاح کې له هیڅ راز هلو ځلو درېغ ونکړي.
ښاغلي محمدي د دې وزارت له مسلکي مرستیال سره وویل: چې په مرکز او ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند امامان او خطیبان او زموږ د وزارت محتسبینو سره په گډه همغږۍ او همکارۍ د جوماتونو، مدرسو او اسلامي مرکزونو له لارې د ټولنې د اصلاح او عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني وویل: د ولسونو باور او اعتماد په علماء کرامو دی او علماء کرام باید د منبر له لارې ولسونو ته عامه پوهاوی وکړي تر څو خلک د اسلامي نظام سره وصل کړي.
د غونډې په پای کې د وزارت مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت معین ته د هر خیزې همکارۍ ډاډ ورکړل او غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.