له افغانستان څخه د حاجیانو لومړۍ ډله په خیر سره مدینې منورې ته ورسېده

bakhshi_admin
Thu, May 09 2024 9:12 PM
hhjh

پنجشنبه ۱ ذوالقعدة ۱۴۴۵ هـ ق (۲۰ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان حاجیان پرون شپه د کابل نړیوال هوايي ډگر کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره له الوداع وروسته د آریانا افغان هوايي شرکت له خوا لومړۍ الوتنه د سعودي عربستان په لور ترسره کړه او مدينې منورې ته ورسېدل.

په دغه پرواز کې د پکتیا ولایت (۲۳۰) تنه حاجیان شامل وو چې د یاد ولایت حاجیانو ته په مدينه منوره کې د افغانستان بعثې قونسل او د بعثې کاري کمېټو مسؤلینو له لوري یې تود هرکلى وشو او وروسته اړوندو ودانيو (عمارو) ته ولېږدول شول.

په سعودي عربستان ( مدینه منوره او مکه مکرمه ) کې افغان حاجیانو ته د استوگنې، روغتیا، تغذیې او ټرانسپورټ په برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم تدابیر نیول شوي دي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS