د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر دې دمه سعودي عربستان ته ۲۷ زره حاجیان لیږلي دي.

bakhshi_admin
Tue, Jun 04 2024 2:25 PM
27 هزار حاجی

دوشنبه ۲۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۴ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

دغه وزارت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ د حج د پروسې په برخه کې د کاري پلانونو او برنامو په پلې کولو سره توانيدلی چې په روان کال کې د پروازونو له پيله تر دې دمه په منظم ډول د هېواد له پروازي زونونو څخه ٢٧ زره حاجيان سعودي عربستان ته ولېږدوي او په راتلونکو څو ورځو کې به هغه هېواد ته د حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې (۱۵۱۸۴) حاجیان له مدینې منورې څخه او (۱۱۹۹۷) حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه چې ټولټال د حاجیانو شمیر (۲۷۱۸۱) ته رسیږي د (۸۶) الوتنو په تر سره کولو سره مکې مکرمې ته د حج د فریضې د اداء کولو لپاره رسېدلي دي او پاتې نور (3395) تنه حاجیان به په راتلونکو څو ورځو کې له هیواد څخه حرمین شریفینو ته ولیږدول شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS