په مدینه منوره کې د حج بعثې د مسؤول مولوي عارف الله عارف په مشرۍ کاري غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
Wed, May 07 2025 11:19 AM
جلسه

۸ ذوالقعدې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۶ د ثور  ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال او په مدینه منوره کې د حج بعثې مسؤول مولوي عارف الله عارف ترمشرۍ لاندې افغان حاجیانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د پلانونو تطبیقولو او د کمېټو د همغږۍ په تړاو غونډه جوړه شوه، په دغه غونډه کې د حج کاري کمېټو مسؤولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د حج کاري کمېټو مسؤولینو د خپلو پلانونه له مخې له افغانستان څخه مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د کاروانونو د راتګ، سپیڅلو او مبارکو ځایونو ته د حاجیانو د تګ په اړه د اسانتیاوو برابرولو ‏د روغتیایي کلینیکونو ۲۴ ساعته فعال ساتلو او د نورو اړوندو موضوعاتو په اړه مسؤولینو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او مولوي عارف الله عارف د پورتنیو موضوعاتو له اورېدلو وروسته مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې  او  ګټورې لارښوونې وکړې

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS