د بیرغ د ملي ورځې په یاد غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
Wed, Jul 31 2019 10:06 AM
روز بیرق

د سه شنبه د اسد میاشتی ۸
په دې مناسبت چې د وزارت مقام انګړ کې شانداره مراسم نیول شوي وو مولوی عبدالحکیم منیب د ارشاد حج اوقافو وزارت وزیر، د مشرتابه پلاوي او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د قاري ذکي نوري له لوري د قرانکریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شول او ورپسې د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت وزیر مولوی عبدالحکیم منیب د موضوع اړوند مفصل بحث وکړ، او د خپلو خبرو په یوه برخه کې يې داسې وویل: باید د خپلواکۍ او د بیرغ له ملي ورځې څخه په ښه توګه ستاینه او لمانځنه ترسره شي ځکه چې بیرغ زموږ د ملت د یوالي او وحدت سمبول دی، زموږ د هېواد بیرغ له دریو رنګونو، تور، سور زرغون څخه چې په منځ کې يې محراب ممبر او کلیمه طیبه درج شوې ده، زموږ د بیرغ تور رنګ د اشغالګرو د اشغال، سور رنګ يې د قربانۍ او سرښندونو او زرغون رنګ يې هم د هغه په لاس راغلو افتخاراتو ټولګه بیانوي چې زموږ ملت د ازادۍ په برخه کې په لاس راوړي.
منیب د خپلو خبرو په دوام وویل غازي امان الله د هېواد د قهرمانانو له کتار څخه دی چې په مجاهدت سره يې د مسلمان ملت او دیني عالمانو په ملاتړ يې د هېواد خپلواکي ترلاسه کړې ده 
د ارشاد حج اوقافو وزیر له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د ملي بیرغ په اړه دي د جمعې ورځې خطبو کې څه ور اظافه کړي
ورپسې مولو فریدالله اظهري او عادل عادل د موضوع په هکله مکمل بحث وکړ او هر اړ خیزې خبرې يې وکړي چې وروسته غونډه د دعا يې په لوستلو سره پای ته ورسیده

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS