د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي سمینار او د ښځو د ارشادي چارو رییسې د معرفي غونډې راپور.

bakhshi_admin
Sun, Oct 04 2020 1:45 PM
معرفی ریسه زنها

 

شنبه١٢ د تلې \ ١٣٩٩
نن شنبه دارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو د ارشادي چارو رییسې آغلې ملکه مهیره ددې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.
د آغلې مهیرې د تقررۍ په اړه د جلالتمآب جمهور رییس حکم د دفتر رییس له لوري ولوستل شو.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو هر اړخیزه رڼا واچوله او د ښځو لپاره يې د هغو برنامو په اړه هم معلومات وړاندې کړل، چې یاد وزارت یې په پام کې لري.
ښاغلي حلیمي وویل: هر کال په زرګونه خوېندې له دیني علومو او شرعیاتو څخه فارغېږي، خو دوی ته د کار فُرست نه برابرې او زمینه سازي نه ورته کېږي. موږ هم د ښځو لپاره د کاري فرصتونو او ددوی د انسجام په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د ښځو د ارشادي چارو ریاست وړاندیز جناب ولسمشر ته وکړ، چې له نېکه مرغه منظور شو.
ښاغلي حلیمي زیاته کړه: د اسلام مبارک دین په قرآن کریم کې د ښځو او نارینه وو ځانګړي حقوق بیان کړي دي او ښځه یې د ترحم وړ بللې ده. په همدې خاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه بست رامنځته کړ او زیاته یې کړه، چې دې وزارت ته د ښځو پر وړاندې هیڅ تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
ورپسې د ارشاد، او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري وینا وکړه. ښاغلي مظفري آغلې مهیرې ته د مبارکي په وړاندې کولو سره وویل، چې تاوتریخوالی جرم دی هغه که د نارینه پر وړاندې وي که د ښځینه وو پر وړاندې.
ښاغلي مظفري وویل: موږ هغه وخت د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی راکمولای شو، چې د هغوی حقوق د قرآن کریم په رڼا کې تأمین کړو.
په دغه غونډه کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی و،چې هر یو یې په خپل نوبت وینا وکړه.
په پای کې د وزارت د ښځو د ارشادي چارو رییسې آغلې ملکې مهیرې وینا وکړه او د وزارت له رهبري او جلالتمآب ولسمشر څخه یې مننه وکړه، چې په دې یې اعتماد وکړ.
آغلې مهیرې وویل: هڅه کوم، چې د وزارت له رهبري سره په همکاري د ښځو لپاره د قراني علومو، دیني علومو، قرأت، تجوید، تفسیر او د ښځو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېر کار وکړم.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS