د ارشاد حج او اوقافو په وزارت کې د دولتي ادارو د جنډر مسوولینو د تجربو او فعالیتونو د شریکولو غونډه وشوه.

bakhshi_admin
Thu, Oct 22 2020 12:19 PM
جلسه هماهنگی و تعمیم تجارب فعالیت‌های مسوولین جندر وزارت ها و ادارات دولتی دیروز در وزارت ارشاد، حج و اوقاف دایر گردید.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ډاکټر امین الدین مظفري، د ښځو چارو وزرات د پالیسۍ معینې سپوږمۍ وردګ، د وزارت د جنډر امرې شکریه سلمانخیل او د نور وزارتونو  او دولتي ادارو د جنډر مسوولینو برخه اخېستې وه.

په دغه غونډه کې لومړی شکریې سلمانخیلې میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د غونډې اجنډا واوروله، ورپسي د ښځو چارو وزارت  د پالیسۍ معینې  د موضوع  په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسکي معین ډاکټر امین الدین مظفري د ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې  د دغه وزارت  پروګرامونه تشریح کړل.

 د غونډې په پای کې د ښځو چارو وزارت د پالسۍ معینې لخوا د غونډي نتیجه ګیري وشوه او د ارشاد، حج او اوقافو ورارت لخو (د اسلام له نظر د ښځو حقونه) کتاب چې د دغه وزارت لخوا تالیف او چاپ شوی، د غونډې په ګډونوالو وویشل شوو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS